په کابل کې د استقلال د جشن ورځ د امنیتي اندیښنو له امله، ډېره په محدوده توگه ولمانځل شوه.
د تېرو کلونو په خلاف چې دا مراسم به په غازي اسټډیوم کې د حکومت د عالي رتبه چارواکو د ګډون تر څنګ په کابل کې د میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو هم برخه اخیسته ترسره کېدل.
سږ کال دا ورځ د امنیتي اندېښنو له کبله یوازی د خپلواکۍ په څلي د
ګلانو د ګېډیو په اېښودلو ولمانځل شوه.
د افغانستان د کورنېو چار وزارت نن دېکشنبى په ورځ ووېل چى د طالبانو د سقوط ېعنى
٢٠٠١ مېلادى کال راهېسى په کابل کې دومره ستر امنېتى اقدامات ندى لېدل شوى.
دا مراسم د افغانستان د خپلواکۍ څلي باندی د ګلانو د ګېډیو د اېښودلو په ترڅ کې پداسې حال کې ولمانځل شول چې د ښار اکثره لاری او کوڅې د افغانو امنیتي قوتونو له خوا د ترافیکو د تګ او راتګ په مخ تړل شوي وې.
د
جمهوري ریاست په ارګ کې ددی ورځې د لمانځنې لپاره په پام کې نېول شوي مراسم
ځنډېدلي دي.