د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې ځانمرگو د ایتلاف پر پوسته حمله کړې


وسله والو طالبانو نن د خوست ښار ته نږدې د امریکايي قواوو پر یوه پوسته باندې حمله کړې ده او کابل ته نږدې په جگړو کې څو تنه فرانسوي ‏عسکر وژل شوي دي.

د فرانسې د جمهور رئیس نیکولا سرکوزې دفتر ویلي، هغه د وژل شویو عسکرو په احترام افغانستان ته سفر کوي.

افغان چارواکي وايي، شپږ تنه ځانمرگو حمله کوونکو چې یو شمیر نور وسله وال کسان هم ورسره وو، نن د سه شنبې په ورځ په خوست کې د ایتلافي قواوو د پوستې مخې ته ځانونه په بم والوزول.

د خوست والي ارسلا جمال وايي، لږ تر لږه ٣٠ طالبانو په دغې حمله برخه لرله، خو حمله کوونکي نه دي توانېدلي چې پوستې ته ننوځي. هغه وايي، د شپږو ځانمرگو جسدونه پیدا شوي دي.

ځینې نور چارواکي بیا وايي، په دغه ترڅ کې ١٣ حمله کوونکي وژل شوي دي. لږ تر لږه څلور افغان عسکر هم زخمیان دي.

په عیني وخت کې، مقامات وايي، له کابل نه ٥٠ کیلو متره لرې په یوه جگړه کې لس تنه فرانسوي عسکر وژل شوي دي. جگړه د دوشنبې په ورځ هغه وخت پیښه شوه چې د ایساف پر یوه گزمې باندې حمله وشوه.

XS
SM
MD
LG