د لاس رسي وړ اتصالات

آی.آر.سي په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړي


د ژغورنې د نړیوالې کمیټې یا آی.آر.سي چارواکي وايي، په افغانستان کې یې د مرستو رسولو خپل ټول پروگرامونه بند کړي دي.

ددغې مؤسسې مرستیال مایکل کوشر وویل، د آی.آر.سي مقامات دا خت په افغانستان کې د راتلونکو فعالیتونو په باب غور کوي او روانې وضعې ته په پام سره به تصمیم نیسي.

هغه وویل په افغانستان کې یې فعالیتونو د خپلو څلورو کارکوونکو د وژل کیدو په وړاندې د عکس العمل په توگه بند کړي دي.

‏د آی.آر.سي درې تنه ښځینه بهرني کارکوونکي او افغان موټرون یې د اگست په ١٣مه هغه وخت ووژل شول چې له پکتیا نه کابل ته را روان وو. ناپیژندل شویو وسله والو په لوگر کې د دوی پر موټر باندې حمله وکړه.

مایکل کوشر له امریکا غږ سره په مرکه کې، ددې پوښتنې په ځواب کې چې د آی.آر.سي د پروگرامونو بندېدل به په ملک کې د مرستو د رسولو پر بهیر څه اغیزه وکړي، داسې وویل:”کچیرې د خیریه مرستو اندازه راکمه شي او یا دغه بې طرفه او بې وسلې خیریه ټولنې د ناامنیو د زیاتیدو له آمله له هیواد نه وتلو ته مجبوریږي نو زیان او صدمه به یې د افغانستان عام ولس ته ورسیږي”.

دی وايي، آی.آر.سي دغه تصمیم ځکه نیولی چې په لوگر کې خپلو وژل شویو کارکوونکو ته درناوی وکړي.

آی.آر.سي د ١٩٨٨م کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. ددغې موسسې چارواکي وايي، په لریو پرتو سیمو کې یې د هلکانو او نجونو لپاره ښوونځي جوړ کړي او هغو ماشومانو او همدارنگه لویانو لپاره یې د سواد زده کړې مرکزونه پرانیستي چې له زده کړې نه لرې پاتې شوي وو.

دغه موسسه د ١٩٨٠مې لسیزې راهیسې په پاکستان کې له افغان مهاجرو سره د روغتیا په برخه کې او په نورو برخو کې مرستې کوي. د موسسې چارواکي وايي، له هغه راهیسې چې افغانستان ته د مهاجرو افغانانو د راستنېدو بهیر پیل شوي. له راستنېدونکو سره یې هم مرستې کولې.

د آی.آر.سي نطاق وايي، ددغې موسسې د فعالیت له بندیدو سره به ډیر راستنېدوکي افغانان متاثره شي.

د آی.آر.سي چارواکي وايي، په افغانستان کې یې اکثریت کارکوونکي افغانان دي او په دغه ملک کې یې په تیرو شلو کلونو کې کامیاب فعالیت کړی

دی.

مایکل کوشر وايي، په لوگر کې د دوی د کارکوونکو د وژل کیدو له آمله د آی.آر.سي ټول مامورین خواشیني شوي دي.

د ‏د آی.آر.سي درې تنه ښځینه بهرني کارکوونکي او افغان موټرون یې د اگست په ١٣مه هغه وخت ووژل شول چې له پکتیا نه کابل ته را روان وو. ناپیژندل شویو وسله والو په لوگر کې د دوی پر موټر باندې حمله وکړه.

د آی.آر.سي موسسه د افغانستان برسیره د نړۍ په ٢٥ نورو هیوادونو کې هم خیریه فعالیتونه کوي. ددغې موسسې له مرستیال نه پوښتنه وشوه چې آیا په نورو هیوادونو کې هم دغه ډول امنیتي ستونزې لري؟ هغه وویل:

” ‏د آی.آر.سي موسسه دنده لري چې په ناامنو او بحران ځپلو سیمو کې له مهاجرینو او بې ځایه شویو خلکو سره مرسته وکړي. ځکه خو موږ په ستونزمنو شرايطو او محیطونو کې له کار کولو سره عادت شوي یو. موږ په یو شمیر هیوادونو کې له امنیتي ستونزو سره مخامخ یو. د تیرې هفتې پیښه ‏د یوې خیریه موسسې درې ښځینه کارکوونکو او یوه نارینه وژل یو ظالمانه عمل و او دا زمونږ لپاره د امنیتي مشکلاتو یوه نوې اندازه وه”.

XS
SM
MD
LG