د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو نور عسکر وژل شوي دي


په افغانستان کی د امریکا په مشري د ناتو درې نور عسکر هم پرون د چهار شنبې په ورځ د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی وژل شوي دي.

چارواکي وایی چی دا عسکر په غزنی کی ووژل سول. د افغانستان ددفاع وزارت ویلي دي چی هغوی پولینډي عسکر وو. څلورم تن زخمي سوی دی.

له بلي خوا ائتلافی او افغان قواو د لغمان په ولایت کی د نظامي عملیاتو په وخت څه د پاسه ٣٠ یاغیان وژلي دي. دغه قواوي د سړک د غاړو د بمونو په لټولو بوختي وې چی حمله ورباندی وسوه.

او هغوی د مرستی د پاره هوایی قواوی ور وبللې . چارواکي وایی چی ددې پلټنو او تلاشیو په وخت زیات هاوانونه او د بمونو د جوړولو مواد هم هغوی پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG