د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان تازیان په نړۍ کې نوم لري


ښايي ډیرو لږو افغانانو ته دا خبره معلومه وي چې د افغانستان تازي سپیان په نړیواله سطحه مشهور دي چې د افغان هونډ (Afghan Hound) په نوم یادیږي.

دغه تازي سپیان د نړۍ د مشهورو ښکاري سپیانو په جمله کې شمېرل کیږي. د افغانستان د تازیانو ډبل، نرم او برېښېدونکی پوست او تاو شوې لکۍ دوی د سپیانو له نورو ډولونو نه بیلوي.

اصلاً ددغو سپیانو نه د افغانسستان په یخو غرنیو سیمو کې د سویانو او هوسیو د ښکار له پاره کار اخیستل کیده. له همدې امله یې په ځینو سیمو کې ګړندی سپي هم بولي.

د افغاني تازیانو ځینې ډولونه بیا پیشو ته ورته دي او لکه د تازیانو د نورو ډولونو په څېر هومره د خپل مالک امر نه مني. اکثره دغه ډول تازیان غواړي چې ازاد وي او د دوی مالکانو ته باید دا خبره د تعجب وړ نه وي چې کله ناکله یې امر نه مني.

په اروپا او امریکا کې افغاني تازیان ډیر زیات شهرت لري، خو دلته د ښکار لپاره نه کارول کیږي، بلکې خلک یې ددغو سپیو د ښایست له امله ساتي او سپورټي سیالیو او نندارو ته یې بیايي.

په برتانیې کې ددغو سپیانو منځنی عمر ١٢ کاله دی چې ددغې اندازې سپیانو نور ډولونه هم همدومره ژوند کوي.

په ٢٠٠۴م کال کې په برتانیا کې یوې سروې وښودله چې ددغه ډول سپیانو د مرګ ٣١ فیصده علت د سرطان ناروغي ده. ٢٠ فیصده یې د زاړه عمر له آمله مړه شوي، لس فیصده یې د زړه د ناروغیو او د پنځو فیصدو د مرګ علت یې تناسلي ناروغۍ دي.

د دوی عمده روغتیايي مشکل حساسیت او سرطان ښودل شوی دی.

تاریخچه:

د افغانستان د تازیانو په باب فکر کیږي چې ددغو سپیانو قدامت د عیسویانو پیغمر عیسی له زمانې نه اوړي خو تحقیق کوونکي چې ددغو سپیانو DNA یې معاینه کړې وايي، چې قدامت یې له زرګونو کلونو نه هم زیات دی.

که څه هم د نړۍ په مختلفو برخو کې، خلک دغه ډول سپي افغان هونډ بولي خو تحقیق کوونکي وايي چې اصلي نوم یې تازي دی. په روسیې کې دې ته ورته سپیان شته چې هلته یې "تاسي" بولي. د حیواناتو څیړونکي په دې باور دي، دا چې روسیه او افغانستان سره نږدي دي نو کیدای شي د سپیانو دغه دوه ډولونه په اصل کې په یو نسل کې شامل وي.

په ابتدا کې افغانانو نه غوښتل چې خپل سپي پر بهرنیانو خرڅ کړي او دغه سپي اروپا او امریکا ته نه وو انتقال شوي. له همدې امله د سپیو د ساتلو نړیوالې ټولنې او امریکايي ټولنې لا تر ١٩٣٠م کال پورې افغاني تازیان نه وو پیژندلي.

ددغه ډول سپیو صادرول غیر قانوني وو، خو په لومړي ځل د شلمي پیړۍ په پیل کې برتانیې او امریکا ته صادر شول.

همدغه وخت و چې د تورن بنف په نامه یوه انګریز منصبدار د افغانستان تازي سپیان بهر ته انتقال کړل. پر دوی باندې په اول کې د "زدرین" نوم کېښودل شو او په لومړي ځل په ١٩٠٧م کال کې په برتانیې کې د کریسټل ماڼۍ د سپdو په ننداره کې یې برخه واخیستله. له همغې ورځې راوروسته د افغانستان د تازیانو شهرت د نړۍ په سطحه ورځ تربلې زیات شو.

XS
SM
MD
LG