د امریکا او پاکستان پوځي مقاماتو ددې لپاره غونډه کړې چې د هغه ملک په قبایلي سیمو کې د زیاتیدونکو د تشدد د پیښو په باب خبرې وکړي.
د پاکستان او امریکا د دفاع د وزارتونو مقاماتو نن وویل، د امریکا امیر البحر مایک مولن او د پاکستان د پوځ ستر جنرال اشفاق کیاني او د دواړو ملکونو ځینو نورو لوړ رتبه پوځي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د هند په سمندر کې د امریکا په یوې پوځي بیړۍ کې له یوه بل سره وکتل.
چارواکو وویل، دواړو قومندانانو د امنیتي ستونزو او په پاکستان کې د القاعده او طالبانو په خلاف د روانې جگړې په باب خبرې وکړې. امریکايي چارواکو څو ځله ویلي چې پاکستان د افغانستان پر سرحد باندې د افراطیانو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه کوي.
په دې وروستیو شپو ورځو کې په دغه سیمه کې د تشدد د پیښو اندازه زیاته شوې ده. د سرحد په ایالت کې نن پولیسو وویل چې د پولیسو د موټر مخې ته بم چاودلی او لږ تر لږه اته تنه پکې وژل شوي دي.