د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې په خلاف عکس العملونه دوام لري


د امریکا د جمهوري ریاست مرستیال، ډیک چیني په را روانه اونۍ کې گرجستان او د پخواني شوري اتحاد دوو نورو اتحادي جمهوریتونو ته سفر کوي. سپینه ماڼۍ وايي، ددغه سفر هدف دادی چې واشنگټن له خپلو ملگرو هیوادونو سره د یووالي تعهد وښيي.

د روسیې د هغه اقدام په خلاف چې ددې میاشتې ‍په سر کې یې د گرجستان نه جلا شوي د جنوبي اوسیتیا او ابخازیا سیمې ونیولې، لا تر اوسه په جیوپولیټیک لحاظ عکس العملونه دوام لري.

که څه هم روسیې له گرجستان نه خپل ډیر عسکر را ایستلي دي، خو د روسیې دغه اشغال د ډیرو لپاره د خطر زنگ و.

دلته په واشنگټن کې د هریټیج د تحقیقاتي دفتر د روسیې د چارو کارپوه، آریل کوهن پر گرجستان باندې د روسیې د حملې د عواقبو په باب وویل:

”دا وخت د هغه څه ابتدايي صف بندي دوام لري، د کوم څه له آمله چې د قففازیې په سیمه کې جگړه روانه ده. خو اوله جټکه کیدای شي د یورایشیا په لویدیځه سیمه کې د بدلون رامنځته کیدو په سبب پیښه شي”.

د روسیې د حملې هدف یوازې د بیلو شویو سیمو نیول نه وو، بلکه دا قصد یې هم درلود چې جمهور رئیس میخایل ساکاشویلي او د هغه لویدیځ پلوه حکومت بې ثباته کړي.

دې کار د خیتځې اروپا په ځینو نورو هیوادونو کې هم وېره اچولې ده. په ځانگړي ډول په یوکراین کې. د واشنگټن پوسټ د یوې مقالې پر اساس، د یوکراین لویدیځ پلوه جمهور رئیس ویکتور یوشینکو خپل ملک د روسیې په جگړه کې برمته بللی دی.

د امریکا د پوځي کالج تحلیلگر سټیفن بلانک خو تصویر تر دې هم وېروونکی ښيي.

”اول هدف کیدای شي یوکراین وي او ورپسې به آزربایجان له لوېدیځ سره د اړیکو په خاطر تر فشار لاندې راشي او دې ته به اړیستل شي چې خپل د انرژئ مواد روسیې ته ورکړي. خو په ځینو لحاظونو یوکراین ته تر دې هم ډیر خطر متوجه دی”.

یو کراین چې د یکشنبې په ورځ یې د خپلې آزادئ ورځ ولمانځله، روسي ژبلې اقلیتونه لري. ډیر روسي الاصله یوکراینیان د سریمین په ټاپو وزمه کې اوسیږي. دې کار د یوکراین حکومت ته دا ډار راپیدا کړې چې کیدای شي روسیه ددغه سیمې د نیولو هڅه وکړي ترڅو له دې لارې د سمندر اوبو ته لاره پیدا کړي”.

XS
SM
MD
LG