د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي: د روح الله نیکپا بریالیتوپ، د افغانانو ویاړ


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د المپیک په لوبو کی د افغان لوبغاړي روح الله نیکپای د برونز د گټلو مدال ټول افغانستان او افغانانو ته یو ویاړ وبللو.

کله چې ښاغلی کرزي نیکپای ته د غازي امان الله خان اتل مدال د روح الله نیکپای په ټټر وټومبولو، نو هیله یی څرگنده کړه چی افغان لوبغاړي په راتلونکی کی د سرو زرو د مدالونو په لاس ته راوړلو بریالي شي.

همدارنگه، هغوي د ناتو د قواو له خوا د افغانستان د ملي کرکت د تیم غړي رحمت ولي د وژل کیدو له امله هم خپل ژور خپگان څرگند کړ او کورنی ته یی د تسلیت په وړاند ې کولو یی د تحقیقاتو غږ وکړ.

XS
SM
MD
LG