د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په سېلاب ځپلو سېمو کې اوس هم ١٥٠ زره کسان بند پاتې شوېدى


په ختېځ هند کې د فاجعو د ادارې او کنترول چارواکى واېې چې ېو سلو پنځوس زره کسان اوس هم په سېلاب ځپلو سېمو کې اېسارپاتې شوېدى.

رپوټ واېې چې داسى سېلابونه د بهار په سېمه کې په تېرو پنځوس کلونو کې سارى نلرى.

په هند کې له تېرو څو اونېو راهېسى سخت جړۍ بارانونه او سېلاوونه ددى سبب شوېدى چې د کوسى په سېندکې اوبه زېاتىشي او په غاړو ېې راواوړى.

د اېالت ېوه چارواکى آرکې سېنگ امرېکا غږ ته نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې دوه نېموملېونه خلک دغه سېلاب او بارانونو زېانمن کړېدى.

په هند کې، دسېلاوونو له امله د ژغورنې او خېرېه مرستو د رسولو پراخه عملېات روان دى. دا کار وروسته له هغه نه کېږى چې په نېپال کې د کوسي له بند نه زېاتى اوبه له دې امله خوشى شوې چې سخت جړۍ بارانونه پکى وشول.

ددغې سېمى ډېراوسېدونکى د سېلاو د اوبو له امله د خپلو کورونو د بامونو په سر را گېر شوېدى او دېته بې ډوډې او اوبو له څو ورځو راهېسى انتظار کوى چې وژغورل شى. داخلک د هند د بهار په نېستى ځپلي اېالت کې پراته دى.

د هند د سمندرى قواو بېړۍ سر له نن نه دخلکو په خدمت گومارل شوېدى چې اېسار شوي خلک له مصېبت نه وژغوري.

په عېن حال کې په لسهاو زره کسان د د ژغورنى په کمپونو کې پراته دى.

رپوټ د ېونېسېف د موسسى دېوې نطاقې مېرانډه اېلېس له قوله واېې چې ددغو کمپونو حالات ډېر خراب دى. د هند چارواکى واېې چې تردرې سوو زرو نه زېات کسان په دې نېژدى ورځوکې خوندى ځاېونو ته بېول شوېدى. خو په سوونو زره کسان نور هم هلته لا اېسار دى.

رپوټ واېې چې په دې سختو سېلابونو کې تر اوسه پورې دوه ملېونه خلک بې ځاېه شوېدى. د پشه کال د موسمى بارانونوله امله د کوسى د سېند اوبه دومره زېاتې شوېدى چې دوه اونې مخکى په خپلو مورگو را واووښتلى اوماتې ېې کړلى.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو ېوه موسسه واېې په دې سېلاوونو باندى په د ېارلس اولسوالېو کې په شمالى بهار کې تر زرونه زېات کلى زېانمن شوېدى. همدا رپوټ واېې چې تر دوه نېم سوو زرو نه زېات کورونه په دغو بارانونو او سېلابونو کې خراب شوېدى.

رپوټ واېې چې د جنوبى اسېا په هېوادونو کې د پشه کال د بارانو نو موسم د جون له مېاشتى نه پېل کېږى او د سېپتبمر تر مېاشتى پورې دوام کوى.

XS
SM
MD
LG