د لاس رسي وړ اتصالات

نوي لوی څارنوال په کار پیل وکړ


رحیم ګل څاروان (کابل)

د افغانستان نوی لوی څارنوال محمد اسحق الکو نن رسما د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته د یوې غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شو.

د پارلماني چارو وزیر ډاکټر فاروق وردک غونډی ته د جمهور رئیس حامد کرزي پيغام واوراوه. په پيغام کې راغلي وو چې اسحق الکو ددې دندی لپاره وړ شخص دی او په چارو کې ورڅخه جدیت غواړي.

نوي لوی څارنوال اسحق الکو بیا په خپلو خبرو کې وویل چې ده ته د کار په لومړيتوبونو کې د قانون سم پلي کول مهم دي. هغه وویل د قانون دعملي کولو په مهال د هیڅ راز فشار او زور پروا نه لري.

نوي څارنوال دا ډول وویل چې دی به له ټولو اړوندو عدلي او قضايي ادارو سره ښې اړېکې ساتي.

محمد اسحق الکو د پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په دوره کې د هغه مرستیال وو. الکو څو ورځې وړاندې د جمهور رئیس کرزي له لوري په دغه دنده وګمارل شو او تېره ورځ یې د ولسي جرګې له خوا د ۳۹ مخالفو رایو په وړاندی ۱۵۷ د باور رایې ترلاسه کړې.

XS
SM
MD
LG