د لاس رسي وړ اتصالات

کنډولیزا رایس د روسیې د منزوي کیدو خبرداری ورکړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کنډولیزا رایس وايي، روسیه له دې آمله ځان نور هم منزوي کوي چې له گرجستان سره په کړي اوربند باندې نه دریږي.

میرمن رایس نن د جمعې په ورځ په لیزبن کې خبریالانو ته وویل چې روسیه له گرجستان سره په کړي تعهد باندې نده درېدلې. متحده ایالاتو څو ځله پر روسیې باندې له دې آمله انتقاد کړی چې د گرجستان د پوټي او ځینو نورو سیمو نه یې خپل عسکر ندي ایستلي.

ماسکو وايي، عسکر یې په دغو سیمو کې د سوله ساتنې په ماموریت بوخت دي.

له بلې خوا، پر بشري مرستو بار یوه سمندري بیړۍ د پنجشنبې په ورځ د پوټي ښار ته ورسېده.

په عیني وخت کې، د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیال ډیک چیني نن په یوکراین کې دی. هغه ددې لپاره سیمې ته سفر کړی چې د متحده ایالاتو د متحده ملکونو ته خپل ملاتړ څرگند کړي.

ها خوا په فرانسه کې د اروپايي اتحاد استازو ددې لپاره یوه دوه ورځنۍ غونډه پیل کړې ده چې گرجستان ته د بین المللي څارونکو پر لیږلو غور وکړي.

XS
SM
MD
LG