د الزایمر ناروغۍ په اړه نړېوال کنفرانس چې سږ کال اوړی ترسره شو، ځیني تازه او مثبت خبرونه له ځانه سره درلودل. لومړنیو څېړنو په یو ډول انتی هستامین او د پوزی د سپرې په واسطه د الزایمر ناروغۍ په درملنه کې پرمختگ په گوته کړی دی.
کرین هینیس باندې په کال دوه زره و اووم کې د الزایمر ناروغۍ تشخیص ولگېد.
کرین هینیس: "دا سخته ده. زه هغه څه چې مې پخوا مې کول، اوس نشم کولای. مشکله ده. ما کولای شول لاړه شم خپل لمسیان وگورم او له هغو سره لوبې وکړم او مسئولیت ومنم خو اوس یې نشم."
هینیس په نړۍ کې یوه له هغو اتلسو میلیونو وگړو څخه ده چې د ماغزو په دغې وژونکې ناروغۍ اخته ده. دا ناروغي د حافظې، تفکر او قضاوت ځواک کمزوری کوي. اوس دستي داسې درملنه نشته چې ددې ناروغي د پرمختگ مخنیوی وکړي خو دوو درملو ته اوس هیله پیدا شوې ده.
لومړي درمل (دایمه بان) نومیږي چې لومړی په روسیه کې د حساسیت په وړاندې د انتي هستامین په شان استعمالېدل. په امریکا کې د الزایمر د ټولنې غړی ډاکټر سام گندي وایي:
دایمه بان درمل پر یو سلو شلو ناروغانو چې د الزایمر په لومړي پړاو کې و، وآزمویل شول. د یوه کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هغو کسانو چې دا درمل اخیستي و په عقلي آزموینو کې د روغتیا پرمختگ وښود خو د نورو حآلت لاپسې خراب شو.
په بازار کې د نورو درملو پر خلاف چې په څو اونیو کې یې تاثیر له منځه ځي، دایمه بان له یوه کال وروسته هم اغېزمن ثابت شول.
بل پلو د AL-108 په نامه د پوزې یوې سپرې وښوده چې کولای شي د دماغ د خرابېدو لړۍ پڅه کړي او حتی حافظه هم قوي کړي. ډاکټر رونالډ پېترسن د مایو په نامه د الزایمر د څېړنو په مرکز کې ددغې نوې څېړنې مشر دی وایي چې دا درمل په مغزو کې فایبري غوټې تر اغېزې لاندې راولي:
ډاکټر رونالډ پېترسن: "دا به ددغو غوټو د جوړېدو مخه ونیسي او په دې توگه به د ماغزو هغه برخې چې ددغو غوټو په پراختیا خرابیږي، خوندي وساتي."
خو ددغو درملو د وروستي تائید لپاره لا نورو څېړنو او ازموینو ته اړتیا شته. نورې څېړنې ښیي چې د ژوند او شخصیت څرنگوالی هم د عقلي بحران پر زیاتېدو اغیز شیندلای شي.
مجرده کسان او هغه کسان چې په منځنیو عمرونو کې د ژوند ملگري نه لري، له لوی خطر سره مخ دي. له هغه ځایه چې د عمر په تېرېدو او جینتیکي جوړښت کې لاسوهنه نشي کېدای نو متخصصین وایي چې روغمن ژوند کولای شي د الزایمر د ناروغۍ په مخنیوي کې پوره ونډه ولري. فزیکي او دماغي فعالیتونه کولای شي د عمر په وروستیو کې د الزایمر پرمختگ ټکنی کړي.