د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري د پاکستان د نوي جمهور رئیس په توگه لوړه وکړه


د پاکستان د پخوانۍ صدر اعظمې، بېنظیر بوټو میړه، او د پیپلز گوند مشر، آصف علي زرداري، نن د پاکستان د نوي جمهور رئیس په توگه لوړه وکړه.

د لوړې په مراسمو کې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي هم برخه اخیستې وه.

آصف علي زرداري، د پاکستان د اساسي قانون د عملي کولو او د هغې د دفاع کولو ژمنه وکړه. د لوړې مراسم په هغه ځای کې ترسره شول چې یوه میاشت وړاندې پخواني جمهور رئیس د سیاسي گوندونو د فشار له امله د جمهوري ریاست د څوکی نه استعفی ورکړې وه.

د جمهوري ریاست د ماڼی په دې شانداره غونډه د آصف علي زرداري د دوو لوڼو او یو زوی سربیره جگپوړو دولتي او گوندي ملگرو هم برخه اخیستې وه.

د غوندې د میلمنو په لومړي کتار کې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی موجود وو چې ډیر ځلې یې د پاکستان په حکومت د وسله والو مخالفانو پرخلاف د بشپړې همکاری نه کولو انتقادونه کړي دي.

جمهور رئیس زرداري ته د پاکستان د واکمنۍ سره ددې هیواد یو شمیر سترې ستونزې هم د پخوانیو مشرانو نه په میراث پاتي دي چې ددې لړ په پیل کې د هیواد خرابه اقتصادي وضعه او د اسلامي سخت دریځو د فعالیت پرخلاف نړیوال فشار د یادولو وړ دي.

د پاکستان د جمهور رئیس په توگه د ٥٣ کلن آصف علي زرداري د لوړې د مراسمو په ترسرکیدو سره د پرویز مشرف د نهه کلنې پوځي واکمنۍ نه وروسته ملکي سیاسي نظام ته د پاکستان د اوښتو پروسه پای ته ورسیده.

پرویز مشرف د امریکا لپاره هغه وخت ډیر مهم شو چې د سپتمبر د پیښې نه وروسته د القاعده د غړو د نیولو او وژلو لپاره د پاکستان په همکاری اعتکا وشوه. د القاعده غړي په افغانستان باندې د امریکا د برید نه وروسته په پاکستان کې ځای پرځای شول.

خو د پرویز مشرف لخوا د بشپړې همکاری د ژمنې سربیره د افغانستان د حکومت مخالفینو د هغه د زنې ترلاندې یو ځل بیا سرونه پورته کړل. داسي گمان کیږي چې د القاعده مشران بن لادن او ظواهیري اوس هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ په قبایلي سیمو کې پټ دي.

آصف علي زرداري د جمهوري ریاست د لوړې د مراسمو نه وړاندې د مسلم لیگ نواز گوند له مشر نواز شریف سره هم ولیدل.

نواز شریف د پرویز مشرف د لري کولو په کمپاین کې د زرداري ملگری وو خو د دوو گوندونو ترمنځ په ځیني اختلافي مسلو باندې د روغې جوړې د نه کیدو نه وروسته د نواز شریف د گوند غړي له حکومت نه بیل شول او په پالمان کې د اپوزیسیون په څوکیو کناستل.

د پاکستان عادي وگړې د حکومت نه د غوره اقتصادي پلانونو او د بریښنا د کمبودی د ستونزی د حل کولو هیله لري.

اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې د پاکستان د اقتصادي پرمختگ ، د پانگه اچونې د نشتوالي او د بهرنیو اثارو کمیدو د مخنیو لپاره باید حکومت چټک او زړور اقتصادي پلانونه وضع کړې.

زرداري د اسلامي سخت دریځو پرخلاف د جدي گام پورته کولو ژمنه کړې ده. خو په عین حال کې د پاکستان حکومت د وسله والو مخالفانو سره روغې جوړې پالیسي هم پرمخ بیایي. زیاتره پاکستانیان په هغه هیواد کې د گډوډي او تاوتریخوالي عمده سبب د امریکا سره د پرویز مشرف نژدې همکاري بولې.

په همدې ډول سپینه ماڼی وایي نن به د امریکا جمهور رئیس جورج بوش پاکستان ته خبرداری ورکړې چې ترورزم د پاکستان ازادي ته مرگونۍ تحدید جوړ کړی دی.

امریکایي چارواکي وایي ښاغلی بوش به نن په یوه وینا کې په پاکستان باندې غږ وکړې چې هغه هیواد د ترهگری د ځپلو مسؤلیت لري او امریکا او ناټو به د پاکستان سره همکاری ته دوام ورکړې.

XS
SM
MD
LG