امریکایې ځواکونو په کابل کې په خپله پوځي قرارگاه کې د سپتمبر د یوولسمې دبریدونو د قربانیانو د یاد و بود د اوم تلین مراسم ولمانځل.
پدی بریدونو کې تښتول شوی الوتکې د نیویارک د نړیوال تجارتي مرکز او پنتگان سره وجنگول شوی او بله یې د پنسلوانیې د ایالت په یوه میدان کې نسکوره شوه چې د دری زرو کسانو د وژل کیدو سبب شوی.
په دغه پوځي اډه کې د قربانیانو په یاد راغونډو شوو عسکرو ته امریکایي قوماندان جنرال رابرت کان د حساس امنیتي وضعیت په اړه څرگندونې وکړې.
جنرال کان زیاته کړه چې موږ په ټوله نړۍ کې د تروریستانود بریدونو شاهدان یاستو لکه په بالي، روسیه، مادرید، لندن، اسرائیل، مصر، عراق، افغانستان او ترکیه کې بریدونه دا څرگندوي چې تروریزم د ټولې نړۍ لپاره واقعي گواښ دی.
په دغه مراسمو کې یو پوځي افسر وویل چې د دا ډول نه هیرودنکو مراسمو له امله دیته هڅول کیږی چې د ازادۍ لپاره جگړې ته دوام ورکړي.