د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري 'چې د ځنو لخوا مخکې د ښاغلي ١٠ په سلو په نامه یادیده، اوس د ښاغلي سل په سلو په نامه یادیږي'


د اکونومست مجلې په خپلې وروستي گڼې کې د زرداري د قدرت او صلاحیت تر نامه لاندې یوه اوږده مقاله خپره کړیده او لیکي چې اصف علي زرداري د فقیدې بې نظیر بوټو میړه چې د ځنو لخوا مخکې د ښاغلي ١٠ په سلو په نامه یادیده، اوس د ښاغلي سل په سلو په نامه یادیږي؛ او دلیل یې هم دادی چې د ه ډیرې رایې د انتخابیدلو په وخت کې لاس ته راوړي دی.

دی اوس د ډیر قدرت خاوند شوی دی او دده قدرت په پاکستان کې د پخوانیو ملکي جمهوررو ریئسانو په پرتله ډیر زیات دی. دی چې هیڅکله هم د ادارې فساد په ضد په پاکستان کې محاکمه نه شو، په زندان کې اته کاله وخت تیر کړ.

دده ماندینه تیر دسمبر کې په قتل ورسیدله. ده د قدرت د ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل چې دموکراسي د ټولو نه ډیر ښه غچ دی. او دا د هغې خبره ده.

اکونومست لیکي چې ده د ټولو رایو نه ٧٠ په سلو کې تر لاسه کړ. دا د ده د سیاسي تدبیر ښکارندوی دی چې څنگه په دې و توانیده چې ایالتي اسامبلې او مرکزي اسامبلې سره یو موټی کړ. دا انگازې اوس هر چیرته خپریږي چې بې نظیر کله نه مري.

اکونومست لیکي چې تیره میاشت زرداري د نوازشریف د گوند سره په ائتلاف کې شامل شو تر څو پرویز شریف له قدرته وغورځوي. خو وروسته ده د ځنو وعدو نه چې د پخواني سترې محکمې د رئیس د بیا مقررۍ په هکله کړې وې په شا شو.

همدا رنگه ده ژمنه کړېوه چې کله جمهور رئیس شي نو د جمهوري ریاست ځنې اختیارات چې په هغه کې د صدر اعظم د برطرفه کولو صلاحیت وي له منځه یوسي.

دی اوس په دې قادر دی چې د درې گونو قوتو مشران، د انتخاباتو د کمسیون د مشر، د صوبو والیان، صدر اعظم او پارلمان وټاکي او یا یې رخصت کړي.

دی به همدارنگه د ملي امنیت په ډیره با صلاحیت شورا کې ریاست وکړي. صدر اعظم یوسف رضا گیلاني چې دده د گوند پورې اړه دده یو لاس پوڅی دی اوس په حقیقت کې دی ددی ملک خاوند وگرځید.

خو اکونومست لیکي چې ها خوا ملک ډیر په بد حالت کی دی. اقتصاد ډیر ژوبل دی. بلوچستان کې د خود مختارۍ غږونه کیږي. په پنجاب کې ائتلاف د ماتې سره مخامخ دی. هم امریکایان او هم خلک زرداري د افراطي مسلمانانو سره په غلط چال چلند تورنوي. امریکا فکر کوي چې زرداري باید څه نور هم وکړي.

اکونومست لیکي چې زرداري په هغو خطراتو ښه خبردی چې د امریکا سره خرابې اړیکې به ولري. امریکا پاکستان سره ډیرې مرستې کړيدي. نه یواځې پخواني پورونه معاف کړي بلکه په ملیاردو ډالرنورې پیسې دې هیواد ته ورکړي دي.

د امریکا کانگرس اوس په دې فکر کوي چې تر لسو کلونو پورې دې هیواد ته هر کال یو نیم ملیارد ډالر ورکړي. ده د لوړې په مراسمو کې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي ته بلنه وکړه او دواړو خواوو په اسلام اباد کې په نژدې همکاریو خبرې وکړې.

دوی په دې سلا شول چې بلې میاشت کې د سولې یوه جرگه را وبولي تر څو د تروریزم په ضد په گډه کار وکړي. دی به د ملگرو ملتو د عمومي اسامبلې لپاره چې کله امریکا ته راځي نو د امریکايي لوړ پوړو مقاماتو سره په دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وکړي.

نیویارک تایمز د سپتمبر د دیارلسمې نېټې په گڼې کې لیکي امریکا په لاتینې امریکا کې خپل ډپلوماتیکي جگړې د کیڼ اړخو رژیمونو سره زیاتې کړې. امریکا اعلان وکړ چې د ونزویلا سفیر د امریکا نه شړی او دوه نور ډپلوماتان په مخدره موادو او ترورستي فعالیتونو تورن کړي دي.

دغه حرکت د دواړوهیوادو تر منځ په اړیکو باندې ناوړه اغیزې اچوي. دا کار به په مالي مارکیټونو بده اغیزه وکړي او کیدای شي په سیمه کې د سړې جگړې د دورې په شان ناوړه حالات رامنځ ته کړي.

نیویارک تایمز لیکي چې په دې څو ورځو کې د بلویا د رژیم سره په جنجال کې بلویا هم د امریکا سفیر د خپلې خاورې نه وویستل او په دې یې تورن کړ چې په دې هیواد کې فرقوي تضادونو ته لمن وهي.

XS
SM
MD
LG