د لاس رسي وړ اتصالات

د آیک سمندري توپان نه وروسته د هیوستن ښار حالت


د ایک په نوم سمندري توپان د هیوستن د ښار نه تیر شو او اوس یې قوت کم شوی دی. له توپان سره اوس هم سخت باد و باران مل دی او چارواکې وایي اوس لا د زیان اټکل نشي کولی.

ایک د امریکا د جنوب ختیځو ایالاتونو په خاصه توگه د تکساس ساحلونو او د لوزیانا ځیني برخې وځپلې. خو د گلوستون په ښار باندې هغومره په قوت رانغی لکه څومره چې اټکل شوی وو خو بیا هم د گالوستون ښار ته سخت زیان رسیدلی دی.

لومړني معلومات ښیي چې زښت ډیر کورونو تر اوبو لاندې شوي او سخت باد او توپان ودانیو، کشتیو او موترو ته هم سخت زیان رسولی دی.

د حوادثو ضد د ملي ریاست رئیس دیوید پاولیسن خلکو ته ویلي چې له کورونو ونه وځي د مرستندویه ډلې هڅې کوي چې ژر تر ژره ځپل شویو سیمو ته ورسیږي.

دیوید: " زمونږ لومړنی دنده د هغو خلکو سره مرسته کول دي چې ژوند یې په خطر کې دی. د مرستو رسولو چارې پیل شوي دي او هرې ادارې خپل ټول امکانات په کار اچولي دي."

د ایک توپان شا اوخوا څلور ملیونه خلک بې بریښنا کړې دي. ایالتي او فدرالي ادارې هڅه کوي هغو خلکو ته مرسته ورسوي چې په توپان کې په خپلو کورونو کې پاتي شوي وو او اوس د بریښنا او نورو لومړنیو اړتیاو د نشتوالي سره مخامخ دي.

د کورني امنیت رئیس مایکل شرتوف وایي جمهور رئیس بوش د تکساس ډیرې برخې د بیړني مرستې سیمې بللي دي.

مایکا شرتاف: "جمهور رئیس د تکساس نهه ویشت سیمې د ستر ناورین سیمې بللي دي. له همدې امله اوس مونږ ددې سیمو د بیا رغولو لپاره مرکزي بودیجې لگولی شو او د توپان نه وروسته د تکساس او د لوزیاینا د ایالتونو د صفایي کار کولی شو چې په واقعیت سره یو ډیر ستر کار دی."

چارواکې وایي د تکساس په ایالت کې ٢٠٢ دوه ملیونه خلک له کورونو نه وتلي دي او د لوزیانا په ایالت کې یو سل او دیرش زره خلکو خپل کورونه پرې ایښي دي.

چارواکي وایي اوس لا ددې اټکل نشي کولی چې د خلکو کورونو، صنعت او ښاري پلان ته څومره زیان رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG