د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایی چی په صوبه سرحد کیی ١٦ یاغیان وژلی دی.


پاکستانی چارواکی وایی چی د هغوی امنیتی قواوو چی د هیلوکوپټرو او توپ خانو ملاتړ ورسره وو،نن د افغانستان د سرحد سره ١٦ تنه یاغیان وژلی دی.

پاکستانی چارواکی زیاتوی چی په القاعده پوری تړلی لږترلږه ٢٥ کسه نور جگړه ماران د باجوړ په قباییلی سیمه کی په سختو بمباریو کی زخمی شوی دی.

پاکستان وایی چی په دی تیرو څو ورځو کی په قباییلی سیمه کی په نویو پوځی عملیاتو کی تر سلو زیات کسان چی اکثره یی یاغیان وو وژل شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان مالک تیره میاشت ویلی و چی د روژی په مبارکه میاشت کی به د باجوړ په سیمه کی د یاغیانو پرخلاف پوځی عملیات نه کوی، خو دا یی وویل که چیری مجبوره شی نو بیا به عملیات ترسره کړی.

پاکستان ژمنه کړی چی په قباییلی سیمو کی به د اسلامی یاغیانو پرخلاف مبارزه کوی ،خو امریکا ته یی اجازه نه ده ورکړی چی د هغوی په خاوره کی پوځی عملیات وکړی.

XS
SM
MD
LG