د پاکستاني پوځي مقامات وايي، د افغانستان سرحد ته نږدې د قبایلو په سیمه کې د یوې بې پیلوټه اکتشافي الوتکې د راغورځېدو په اړه تحقیقات کوي.
د پوځ نطاق جگړن مراد خان نن د چهارشنبې په ورځ وویل، دغه الوتکه چې فکر کیږي د امریکا وي، د دوی تحقیق کوونکو له نږدې لیدلې او دا یې معلومه کړې چې ویشتل شوې نده.
هغه وویل، دغه بې پیلوټه الوتکې پرون د سه شنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان پر سرحدي سیمو باندې پرواز کاوه چې د تخنیکي عوارضو له آمله په جنوبي وزیرستان کې د انگورو اډې سیمې ته نږدې راولوېده.
جگړن مراد وايي، الوتکه د پاکستان په خوا کې رالوېدلې او پوځ فکر نه کوي چې د پاکستان پر حریم دې تیری شوی وي.
د امریکا یوه عالي رتبه چارواکي دا ادعا رد کړې چې دغه الوتکه د امریکا ده.
بل پلو، پرون د امریکا جمهور رئیس جورج بش د پاکستان د جمهور رئیس اصف علي زرداري سره د لیدنې کتنې په ترڅ کې په اسلام اباد کې د خونړۍ حملی د قربانیانو په اړه خپل ژور خپگان څرگند کړ او دا یی هم ومنله چې د پاکستان په خاوره کې د امریکایی پوځي جنگي عملیاتو په اندیښنو پوهیږي.
ښاغلی بش او زرداري د خپلو خبرو په لړ کې چی د نیویارک په والدارف استوریه هوتل کی د ملگرو ملتونو دعمومي اسامبلې د غونډی تر څنگ تر سره شوه د تررزم او تندروۍ په خلاف د مبارزی پر ژمنو تاکید وکړ.
ښاغلی زرداري د پاکستان دپاره دیمورکاسی ته د رسیدو هدف مهم وگاڼه خو ویی ویل ستونزی ډیری دی چی باید په وار او جدیت ورته د حلا لاره وموندل شي.