د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې پر پولیسو حملې شوي


امنیتي مقامات وايي د کندهار په ولایت کې پر پولیسو باندې دوه جلا د بمونو حملې شوي دي او درې تنه پکې وژل شوي دي.

دوی وايي، یو بم چې په بایسکل پورې تړل شوی و، نن د د کابل په ښار کې د هغه بس مخې ته وچاودېد چې د پولیسو د تربیې مرکز ته یې استادان انتقالول. په دغې چاودنه کې یو ملکي کس وژل شوی دی.

په یوې بلې پیښې کې، پرون د چهارشنبې په ورځ دوه پولیس هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د سپین بولدک په ولسوالۍ کې پر یوه رموټ کنترول بم وربرابر شو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مقاماتو ویلي، د بوش حکومت غواړي په افغانستان کې پر خپله نظامي ستراتیژي له سره غور وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي وویل، د ښاغلي بوش هدف دا نه دی چې د افغانستان لپاره له سره نوې ستراتیژي تیاره کړي بلکه په دغه اوسنۍ ستراتیژئ کې باید بدلون راشي.

چارواکي وايي، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جنرال ډاگلس لوټ په مشرئ پر دغې ستراتیژئ غور روان دی چې د دفاع وزارت په گډون د حکومت مختلفې ادارې پکې برخه لري.

د یوه بل خبر لمخې، د ناټو یوه عالي رتبه قومندان د ناټو له متحدو ملکونو نه غوښتي چې د مخدره موادو د قاچاق په خلاف مبارزه سخته کړي.

امریکايي جنرال جان کراډک پرون په افغانستان کې وویل چې د ناټو عسکر باید د هیروینو پر هغو کارخانو حملې وکړي چې له تریاکو نه هیروین جوړوي او بیا یې د خرڅولو لپاره بهرنیو ملکونو ته لیږلي.

XS
SM
MD
LG