د لاس رسي وړ اتصالات

بوش او کرزی نن په سپینې ماڼۍ کې گوري


ټاکل شوې ده چې د امریکا جمهور رئیس جورج بوش نن له جمهور رئیس حامد کرزي سره نن په واشنگټن کې وگوري.

د دوی د خبرو اصلي موضوع په افغانستان کې د طالبانو او القاعده په خلاف روانه جگړه ده.

د امریکا مقامات وايي، د بوش حکومت په افغانستان کې پر خپلې پوځي تگلارې باندې له سره غور کوي.

جمهور رئیس بوش ددې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې له عراق نه اته زره عسکر ددې لپاره راباسي چې افغانستان ته د نور اضافي عسکرو د لیږلو امکان پیدا کړي.

روان کال په افغانستان کې د ٢٠٠١م کال راهیسې تر ټولو خونړی و.

XS
SM
MD
LG