د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو نن د پاکستان شمال پلو، یو پولندی انجینیر تښتولی دی


د پاکستان د پولیسو چارواکی وایی چی وسله والو کسانو نن د پاکستان شمال پلو یو پولندی انجینیر تښتولی او دری پاکستانیان یی هم په همدی وخت کی وژلی دی.

چارواکی وایی چی دغه حمله د پنجاب ایالت د اټک په ښار کی وشوه.

دغه انجینر جیوفزایکی کراکو نومیږی او د تیلو په یوی کمپنی کی یی کار کاوه.

تر اوسه معلومه نه ده چی برمته کونکی د هغه د خلاصون په بدل کی څه شی غواړی. او تر اوسه هیچا د دی قتل او برمته کولو مسؤلیت هم په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG