د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او افغانستان ددې لپاره سره متحد کېږى چې د ترهگرى خلاف مبارزه وکړى


د وال سترېرېټ ژورنال ورځپاڼه لېکى چې پاکستان او افغانستان ددې لپاره سره متحد کېږى چې د ترهگرى خلاف مبارزه وکړى.

اخبار واېې چې ښاغلى کرزى او ښاغلى زردارى په ټېنگه دېته متعهد دى چې له ترهگرې سره په ېوه متحده جبهه کې مبارزه وکړى.

دغه مقاله په وال سټرېټ ژورنال کې حسېن حقانى په امرېکا کې د پاکستان سفېر او په امرېکا کې دافغانستان سفېر سېد طېب جواد لېکلى ده.

دوال سټرېټ ژورنال ورځپاڼه لېکى چې د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزى او د پاکستان منتخب جمهور رئېس آصف على زردارى دواړه په کلکه متعهد دى چې د ترهگرى خلاف په ېوه متحده جبهه کې مبارزه وکړى.

هغوى به دا مبارزه د خپل مشترک انډېوال هېواد امرېکا او د ترهگرى نورو قربانى سوو هېوادونو په مرسته پر مخ بوزى. ددې مبارزې دېوې برخى په توگه موږ دېته ضرورت لرو چې داسى نوې لارې چارې پېدا کاندو چې ترهگران دېته پرې نږدى چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پرتو قبېلوى سېمو کې د خلکو له فقر او نېستى نه گټه واخلى.

وال سټرېټ ژورنال لېکى چې داخبره ډېره مهمه ده چې پام ورته وشى: هغه خلک چې ښه ژوند لرى هغوى ماېوسه او ناامېده نه وى. هغه خلک چې په خپل هېواد کې په ښوونه اوروزنه ډاډ او باور لرى هغوى سېاسى مدرسوته دخپلو اولادونو د تعلېم او تربېې لپاره نه ور ځى. هغه خلک چې ښه کارونه او وظېفى لرى هغوى ترهگرانو ته پناه نه ورکوى.

وال سټرېټ ژورنال لېکى لنډه داچى دېو ملک په سېاسى ثبات کې سوکالى او ښه ژوند ډېر مهم نقش لرى. دا په خپله ېوازېنى او ډېر مهم عنصردى چې دافراطېت او ترهگرې په مخنېوى کې ترېنه اکار اخېستل کېدلى شى.

دوال سټرېټ ژورنال ورځپاڼه لېکى چې ېوه ابتکارى نظرېه چې اوس دامرېکا د کانگرېس په مخکى پرته ده هغه په ېوشېمر سېمو کې د بېارغونى دفرصتونو پېدا کول دى چې دوى ېې (ROZ) Reconstruction Opportunity Zones بولى. دبېارغونى دا فرصتونه باېد د افغانستان او پاکستان په سرحدى سېمو کې پېدا شى. ورځپاڼه لېکى چې پکارده په دې کې د فاټا سېمى ېاهغه قبېلوى سېمى چې دپاکستان فېدرالى حکومت ېې اداره کوى هم شاملى وى.

وال سټرېټ ژورنال لېکى چې دامرېکا کانگرېس ته دغه مسوده د جمهورى غوښتونکېو او دېموکراتانو له خوانه په گډه وړاندې شوېده. دغه مسوده به دافغانستان او پاکستان په سرحدى سېمو کې داسى شراېط منځته راولى چې تولېدات ولرى او پراخه صادرات ولرى.

په صادراتو کې به لاسى صناېع، دکالېو اوبدلو صناېع ېا نساجى، دقالېنو اوبدل، قېمتى غمى او نور محصولات شامل وى او امرېکا ته به له محصول نه پرته راځى. د وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼه لېکى چې دغه مسوده له هغې مسودې سره برابره ده چې همدغه شراېط ېې دېو کامېاب پروگرام په ترڅ کې داردن، مصر او ېو څو نورو هېوادونو لپاره برابر کړېدى.

دهغو اجناسو چې له گمرکى محصول نه پرته به امرېکا ته راوړل کېدلى شى هغه په ډېر غور اوفکر ترتېب شوېدى. ددغه لېست اجناس به له ېوې خوانه ډېر په زړه پورې وې او له بلې خوانه به دامرېکا کورنېو محصولاتواو تولېداتو ته تاوان نه رسوى.

دهغو کسانو حقوق به خوندى وى چې په دغه راز سېمو کې کار کوى. دغه علاقى به خپلو ځاېې اوسېدونکېو خلکو ته چې دترهگرى له ملاتړ اومرستى کولو نه لاس اخلى ېومتبادل، مشروع اودوامدار عاېد رامنځته کوى.

دغه نوي اقتصادى او د بېارغونى مرکزونه به دافغانستان او پاکستان اقتصادى اړېکى سره نورې هم نېژدى کاندى. ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ به همکارې په دغو برخو کې لا زېاته شى. وال سټرېټ ژورنال لېکى چې په دې نېژدى کلونو کې تجارتى اړېکى ددواړو هېوادونو ېعنى پاکستان او افغانستان ترمنځ هسى هم زېاتى شوېدى.

په دې لړ کې د پاکستان صادرات د کال له پنځه وېشت ملېونو ډالرو نه اوس د کال ېواعشارېه دوه ملېاردو ډالرو ته په تېرو شپږو کلونو کې زېات شوېدى.

ددواړو هېوادونو ترمنځ نوره همکارى به تجارت نور هم پسى پراخه کړى اود گډو اندېښنو او هلو ځلو په برخه کى به نور هم نېژدى والى راشى. ددواړو هېوادونو لپاره په دغو گډو اندېښنو کې ېوه ډېره مهمه اندېښنه دترهگرى مخنېوى او مقابله ده.

دوال سټرېټ ژورنال ورځپاڼه لېکى چې د بش حکومتښه په کلکه د بېارغونى د مهمو منطقو دتاسېس ملاتړ کوى. دامرېکا د خارجه وزارت مرستېال جان نېگرو پانټى ووېل چې د روز پروگرام به دافغانستان او پاکستان د سرحدى سېمو او نورو غرېبو علاقو په خلکو کې ېودوامداراقتصادى انکشاف منځته راولى.

هغه واېې په تېره هغه سېمى چې دترهگرى د جگړو او مخدره موادو د قاچاق کولو په مرکز کې پرتې دى.

دامرېکا دېموکرات سناتور او ددېموکرات گوند له خوانه د جمهورى رېاست دمرستېالى لپاره کاندېد جوزف باېډن ووېل چې اوس هغه وخت رارسېدلى دى چې دمرکزى او جنوبى اسېا د سېمو سره د سوکاله اوباثباته ټولنى په جوړولو کې مرسته وى.

XS
SM
MD
LG