د لاس رسي وړ اتصالات

مشکوک امریکايي توغندي په پاکستان کې ٢٠ تنه وژلي


د پاکستان د استخباراتو مامورین وايي، یو توغندي چې فکر کیږي امریکايي قواوو به وار کړی وي، ددغه ملک په قبایلي سیمه کې د افغانستان سرحد ته نږدې ٢٠ تنه وژلي چې بهرنیان هم پکې دي.

چارواکي وايي، یوې بې پیلوټه الوتکې د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان د محمد خیلو په کلي کې د یوه افغان پر کور باندې حمله وکړه.

د استخباراتو مامورین همدارنگه وايي، د جمعې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د جنگي جټ الوتکو چې فکر کیږي د امریکا وي، په شمالي وزیرستان کې دوې ښځې او یو ماشوم وژلی دی.

د پاکستان د پوځ نطاق جنرال اطهر عباس دغه رپوټونه رد کړي چې وايي، پیښه د پاکستان په خوا کې شوې ده. ښاغلی عباس وايي، نړیوالو قواوو د افغانستان په خوا کې دغه عملیات اجرا کړي دی.

پاکستان په خپله خاوره کې د بهرنیو قواوو پر عملیاتو انتقاد کړی دی او وايي چې په قبایلو کې د مشکوکو طالبانو او د القاعده د طرفدارانو په خلاف په خپله عملیات کوي.

د بشري حقونو ډلې وايي، د پاکستان ددغو عملیاتو په نتیجه کې ٢٥٠ زره خلکو خپل کلي او کورونه پرېښي دي چې نږدې ٢٠ زره یې د افغانستان ختیځو سیمو ته مهاجر شوي دي.

XS
SM
MD
LG