د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له بغاوت نه پر ته، د ېو معمولى افغان نا امېدى او ماېوسیت


د نېوېارک ټاېمز لېکى د طالبانو له بغاو ت نه پرته بل ه خطر هغه ناامېدى او ماېوسى ده چې ېو معمولى افغان ورسره مخامخ دى او فکر کوى چې ددوى حکومت په بنېادى ډول مشروعېت نلرى.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د نتانېل فک او دهغه د ملگري له قوله لېکى چې طالبانو د بهرېنو چارو پخوانې وزېر وکېل احمد متوکل په افغانستان کې له دوى سره په ملاقات کې، دوى ته خبردار ى ورکړ چې دخلکو زمرى به په تاسى دروگرځي.

نېوېارک ټاېمز لېکى دا خبره هغه دوى ته څو اونى مخکى په افغانستان کې کړى وه.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې هغه دخبرو په ترڅ کې ووېل که څه هم د امرېکا په مشرى اېتلاف د ېاغېانو له خوانه په ېو لړ سختو او چټکو حملو باندى د سږکال په اوړى کې ارېان دى خو د امرېکا په مشرى اېتلاف دطالبانو له بغاوت نه هم له ډېر زېات او ستر خطر سره مخامخ دى.

دغه خطر هغه ناامېدى او ماېوسى ده چې ېو معمولى افغان ورسره مخامخ دى او فکر کوى چې ددوى حکومت په بنېادى ډول مشروعېت نلرى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې د ېاغېانو سره موثره مقابله او دهغوى خلاف موثره ستراتېژى باېد داوى چې د حکومت مشروعېت تقوېه سى او ملاتړ ېې وسى.

کله چې عام خلک په خپل حکومت باندى عقېده له لاسه ورکړى نو هغوى به هغو خارجېانو هم عقېده له لاسه ورکړى چې داحکومت ېې په پښو درولى دى.

ورځپاڼه لېکى په هغه ورځ چې دا پېښه وشى هغه به نوهماغه ورځ وى چې موږ به په افغانستان کې روانه جگړه وباېلو.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې د سږکال د جنورىد مېاشتى راهېسى په افغانستان کې زموږ ٢٣٠ عسکر مړه شوېدى. داسى معلومېږى چې سږکال داېتلاف لپاره په افغانستان کې ډېر خونړى کال دى.

ېوازې د جولاى په مېاشت کې موږ دهند پر سفارت باندى ېوه بې باکه او جسورانه حمله ولېدله. بله حمله په نورستان کې دېوې پوستى په جگړه کې د نهو امرېکاېى عسکرو وژل وو.

دکابل په شاو خواکې د لسو فرانسوى عسکرو وژل هم سږکال وشول.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې ددې په مقابل کې د زېاتو نظر دادى چې له اتوزرونه نېولى تر شپاړس زروپورې نورعسکردې افغانستان ته ولېږل شى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې که څه هم افغانستان له عراق نه ستر هېواد دى او نفوس ېې ترېنه زېات دى خو سره له دې هم په افغانستان کې داېتلاف عسکر په عراق کې داېتلاف له عسکرو نه ترنېماېې هم کم دى.

په همدى ډول په افغانستان کې دملى اردو اوپولېسو شمېر ترهغه کم دى په څومره چې توافق شوى و.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې دامرېکا دلوېود رستېزانو دکومېټى مشر د سمندرى قواو ستر جنرال ماېک ملېن تېرکال دامرېکا کانگرېس ته ووېل چې په افغانستان کې موږ هغومره څه کوو چې له لاسه موپوره وى او په عراق کې چې موږ څه کوو هغه باېد وکړو.

نېوېارک ټاېمز لېکى په عراق کې دمرگ ژوبلى او تشدد کمېدل ښاېې ددى سبب شى چې ېو شمېر عسکر او مالى امکانات اضافه شى او په افغانستان کې هغه څه پرې وکړو چې باېد وې کړو.

خو پکارده چې لږ تر لږه ېو داسى حکومت په افغانستان کې وې چې خلک فکر وکړى چې دا په دې ارزى چې د بقا لپاره ېې جگړه وشى. داخبره لږ تر لږه همدومره مهمه ده لکه څومره چې په افغانستان کې د کافى عسکرو، هېلېکوپټرو او بې پېلوټه څارونکېو الوتکېو موجودېت مهم دى.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دوه مهمى پېښى راروانې دي او دا دا مېد نښى دى: ېو خو بله مېاشت دامرېکا انتخابات راروان دى او بله مهمه خبره دا ده چې په راتلونکى کال کې په افغانستان کې انتخابات راروان دى.

د امرېکا نوې اداره به ډېره ازادى ولرى چې دافغانستان په حکومت ېو لړ اصلاحاتو د عملى کولو لپاره زور واچوى او هر سړى چې په اېنده حکومت کې د جمهورى رېاست لپاره امېد وار وى هغه به دېته ضرورت ولرى چى په سپېنه مآڼى کې دنوى جمهوررئېس ملاتړ تر لاسه کړى.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه دنتانېل فېک له قوله لېکى چې هغه په خپل سفر کې په افغانستان کې له هر افغان سره چې دنوم او اثر اورسوخ خاوند و ملاقات وکړ او د اېنده جمهوررئېس په باره کې ېې ترېنه پوښتنى کړېدى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې دروان حکومت د نه محبوبېت ېوه نښه داده چې کله له هرافغان نه دا پوښتنه کېدله چې انتخابات به څو وگټى هغه به وېل د هرکاندېد ملاتړ چې امرېکا وکړى هغه به ېې وگټى. په دې ځواب کې تقرېبا ټول په ېوه خوله وو.

نېوېارک ټاېمز لېکى په دې اېساب پکارده چې واشنگټن هر کاندېد ته ېو پېغام ولېږى چې که زموږ د پټى خولى تاېېد هم په ېو لړ جدى تعهداتو پورې مربوط دى. دا به تعهدات به په درى برخو کې وى: اوله به له ادارى فساد سره مقابله کېږى.

حکومت به د محدودو خلکو په اختېار کې نه وى اود طآلبانو له هغو غړېو سره سره به د پخلاېنى جرگى مرکى کېږى چې له تشدد نه ېې لاس اخېستى دى.
نېوېارک ټاېمز لېکى قبېلوى مشرانو په غزنى کې نتانېل فېک ته ووېل چې د مخ پرېوه خوامو طآلبان په څپېړه وهى او پر بله خوامو حکومت په څپېړه وهى.

پکارده چې حکومت له ادارى فساد سره په خپلو اداروکې مقابله وکړى. دغو قبېلوى مشرانو ورته وېلى وو چې پولېس او هغه محاکم چې کارونه نشى کولى خو په زوره ترېنه پېسى غواړى. لنډه دا چى د حکومت په دفاترو کې د رشوت بازار گرم دى.


ېوعام افغان د خپلو عاېداتو پنځمه برخه په رشوت ورکولو لگوى. په دې توگه د ډېرو خلکو لپاره دا دارېانتېا وړنده چې ېا په فعاله توگه او په غېر فعاله توگه او پټه خوله د طالبانو ملاتړ کوى.

XS
SM
MD
LG