د لاس رسي وړ اتصالات

آصف على زردارى د کشمېر اسلامى جگړه ماران ترورېستان بولى


د پاکستان جمهور رئېس آصف على زردارى، دامرېکا له ېوې مشهورې ورځپاڼې سره په ېوه مرکه کې وېلى دى چې د هند ترکنترول لاندى کشمېر کې داسلامى جگړه مارانو ېوه ډله ترورېستان دى.

وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼى دا صف على زردارى تبصره د شنبى په ورځ خپره کړه. د پاکستان جمهوررئېس له دغى ورځپاڼى سره د تېرې مېاشتى په اخر کې غږېدلى و.

د کشمېر اسلامى بېلتونو غوښتونکى له ١٩٨٩ مېلادى کال راهېسى له هند نه د خپل استقلال لپاره مبارزه کوى.

پاکستان پخوا دغه بېلتون غوښتونکېى ېاغېان دازادى جنگېالى بلل. په مرکه کې زردارى ووېل چې هند د پاکستان لپاره کوم خطر ندى او دده حکومت په بهر کې د هند له نفوذ نه وېرېږى. رپوټ واېې چې دغو دواړو اټومى رقېبانو تراوسه پورې درى جگړې کړېدى اودوه جگړې دکشمېر په سر وې.

دوال سترېټ ژورنال ورځپاڼه داهم زردارى د خبرو په تائېد لېکلى دى چې دامرېکا حکومت دده د حکومت په رضاېت باندى په پاکستان کې دننه د توغندېو برېدونه کوى. ښاغلى زردارى وېلى وو چې دوه هېوادونه له ېوبل سره تفاهم لرى چې دواړه په ېوه گډ دښمن پسى په گډه روان دى.

XS
SM
MD
LG