د لاس رسي وړ اتصالات

داکتر سپنتا د طالبانو سره د مذاکراتو ادعا رد کړ


د افغانستان دبهرنیو چارو وزیر، رنګین دادفر سپنتا، په سعودي عربستان کې د حکومت له وسلوالو مخالفینو سره د مذاکراتو له هغو خبرونو نه انکار وکړ چې د افغانستان حکومت د سعودي عربستان په منځګړیتوب له طالبانو سره پيل کړي دي.

رنګین دادفر سپنتا، چې نن یې په کابل کې د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر سره یو ځای خبري کنفرانس ته خبری کولې وویل، په سعودي عربستان کې د حکومت کوم استازي پدی هدف دنده نده پرمخ وړی، ولې وې منله چې دیني علماوو او د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزیر او په اسلام اباد کې سفیر دا ډول خبری اتري کړي.

هغه وویل دا ډول هڅې د سولې د بهېر له چټکتیا سره مرسته کولای شي.

د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د پخواني صدر اعظم نواز شریف او د ملا عمر د کوم استازي چې په دغو خبرو اترو کې یې برخه اخېستې وي بې خبري وښوده.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد له لوري له وسلوالو سره د خبرو اترو پر دوام ټېنګار وکړ، وی ویل چې د افغانستان د حکومت له هر ډول تصمیم نه ملاتړ کوي.

د ناروی سفیر دا ډول زیاته کړه چې هېواد یې د فاریاب په ولایت کې ۳۹ ښوونځي جوړوي او دپوهنې له وزیر سره به سبا یو تړون لاسلیک کړي.

XS
SM
MD
LG