د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د جمهورى رېاست کاندېدانو په مهمو مساېلو باندى بحث او مناظره وکړه


بېگا د سه شنبی په شپه د جمهوری رېاست د مقام لپاره ددېموکرات گوند کاندېد کاندېد سناتور بارک اوباما او د جمهوری گوند کاندېد سناتور جان مكېن د خپلی دوهمې مناظرې په دوران کی د امرېکا د اقتصادی بحران، خارجی سېاست او د زمکې د کورې د گرمېدلو پوری مربوطو مساېلو په باب ېو د بل سره ټکر وکړ.

دا مناظره د تېنېسی اېالت د ناشواېل په پوهنتون کی وشوه.

سناتور مېکېن د موجوده سخت اقتصادی بحران مسوولېت د وال سټرېت د اسهامو د بازار او بانکی موسساتو د مشرانو د حد نه زېا ت حرص او تېری په غاړه واچوه.

هغه ووېل که جمهور رېس شی نو فدرالی حکومت ته به امر وکړی چه په خلکو باندی دې د بانکونو د خرابو او درندو دبوج د کمولو لپاره اقدام وکړی تر څو عادی خلک خپل کوورنه له لاسه ورنه کړی.

سناتور اوباما په خپله ځوابی وېنا کی ووېل چه دا ډول اقتصادی مشکلات د بش د حکومت د اتو کالو د ناکام اقتصادی سېاست نتېجه ده، چه جان مکېن ېې تل ملاتړ کاوه او اوس به خلک خپله وروستئ فېصله په دی باب کوی.

دواړو کاندېدانو د عراق په سر هم ټکر وکړ.

دا منظره په ېوه داسی تالار کی شوه چه د مقرراتو په اساس خلکو کولسی شول دکاندېانو نه دځېنو مهمو مساېلو په هکله راسه پوښتنې وکړی.

اوباما ووېل چه امرېکا باېد عراق نه خپل عسکر را وباسی او خپل زېات عسکر باېد افغانستان ته ولېږی، مگر په مقابل کې ېې جان مکېن که د اباما د پلان په اساس عراق نه د امرېکاېې عسکرو دوتلو نېټه وټاکل شی نو د امرېکاېې قواو د ماتی سبب به شی.

XS
SM
MD
LG