د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او پاکستان موافقه کړې چی د گاز پایپ لاین جوړوي


ایران او پاکستان موافقه وکړه چی د اووه نیم ملیارډ ډالرو په لگښت به د طبیعي گاز پایپ لاین جوړ کړی .

ددغه پایپ لاین اوږدوالی به دوه زره شپږ سوه کیلومتره وی ، د ایران نه به شروع سی او د پاکستان د خاوري نه به هند ته وغځول سی .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي نن د جمعې په ورځ په اسلام اباد کی وویل چی دغه دواړه ملکونه په دې پروژه کی د هند د برخي اخیستو هرکلی کوی .

امریکا ددې پروژې سره ځکه مخالفت ښوولی چی ایران د هغه د جنجالي ذروي پروگرام او د ترویزم سره د هغه د ملاتړ په وجه گوښه وساتی .

هند د خپلي اړتیا وړ انرژۍ څه د پاسه ٧٠ فیصده واردوی ، مگر هندي چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چی دوی به په دې پروژه کی شامل سی که نه .

ځینو هندي مامورینو ددې پاپپ لاین د حفاظت په باب چی د پاکستان په خاوره کی تیریږی ، اندیښنه ښوولې ده .

XS
SM
MD
LG