د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرگه حمله کې د قبایلو وژل شوي مشران خاورو ته وسپارل شول


مقامات وايي، یوه ځانمرگه حمله کوونکي د اورکزیو په سیمه کې خپل په چاودېدونکو موادو بار موټر د قومي مشرانو د جرگې ځای ته نږدې وچوه. په دغه جرگه کې د قبایلو نږدې ٥٠٠ قومي مشرانو گډون کړی و او په سیمه کې د تندروانو په خلاف یې د یوه لښکر د جوړولو په باب خبرې کولې.

په چاودنه کې لږ تر لږه ١٠٠ تنه ټپیان شوي دي.

مقامات وايي، دغې جرگې پریکړه کړې وه چې په سیمه کې به د تندروانو مرکزونه له منځه وړي.

ها خوا، په باجوړ کې مقامات وايي د څلورو قومي مشرانو مړي یې نن په داسې حال کې پیدا کړي چې سرونه یې ورڅخه پرې شوي دي. دوه ورځې مخکې هم په دغه سیمه کې د څلورو نورو قومي مشرانو مړي موندل شوي وو. په باجوړ کې د تیرې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان پوځ د تندروانو په خلاف عملیات کوي.

چارواکي وايي، د پاکستان په دغه خودمختاره سیمه کې طالبانو او القاعده مرکزونه جوړ کړي او له همدې ځایه په افغانستان او پاکستان کې حملې نتظیموي.

XS
SM
MD
LG