د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ولسوالان کابل ته را بلل شوي


د لومړي ځل دپاره د افغانستان د مختلفو ولسوالیو ولسوالان کابل ته را بلل شوي چې د مرکزي ادارې د ملي پروگرامونو په څرنگوالي خبر شي.

نن د انتر کانتننتال په هوتل کی د محلي ادارو د خپلواک ارگان له خوا پدې ویاړ یوه غونډه جوړه شوې وه تر څو د ولسوالیو ستونزې پکی بررسي شي.

د محلی ادارو د موسسې رئیس جیلاني پوپل وایی چې دا اداره د عمومي وضعې د بهتریدو په مقصد نوی پالیسي غوره کړېده چې ولسوالان هم له همدې کبله کابل ته غوښتل شوی و.

د هغوی سره به د دې نویو پالیسیو په پلی کولو او د محلي ادارو پر پنځه کلن پلان باندی هم خبری اتری تر سره شي.

XS
SM
MD
LG