د لاس رسي وړ اتصالات

مطبوعات: د طالبانو سره د افغانستان د حکومت خبری؟


د طالبانو سره د افغانستان د حکومت او د لوېدیځو قواو د خبرو او سولي د مذاکراتو په باب په مطبوعاتو کی ډېری خپروني کېږی.

د اېران خارجه زویر منوچهر متکي د طالبانو سره خبری بې گټی او ‏ حتی زیانمن کار بولي او د پاکستان د استخباراتو پخوانی ریس حمید گل وایی که د هغوی سره خبری ونه سي هیڅ کار پر مخ تللای نه سی.

د اېران خارجه وزیر منوچهر متکي په افغانستان کی د ایتلاف قواو ته خبرداری ورکړی دی چی د طالبانو سره خبری ونه کړی. متکی د یکشنبې په ورځ په تهران کی په یوه خبری کنفرانس کی وویل نن ورځ په سیمه کی ټول هیوادونه وایی چی خارجی قواوي په افغانستان کی له ناکامی سره مخامخ دي.

خو موږ دوی ته وایو چی که له طالبانو سره خبری پیل کړي دا به دهغوی داپره یوه بله ناکامي وي. دی وایی موږ غربیانو ته مشوره ورکوو چی د طالبانو سره د هغو خبرو نتیجو ته متوجه سي چی په سیمه او اروپا کی یې د هغوی سره رواني کړي دي.

د اېران خارجه وزیر په دغه خبری کنفرانس کی وویل هغه کسان چی فکر کوی چی ټروریزم په پاکستان، افغانستان او مرکزی اسیا کی محدودولای سی په غلطه روان دي. ټروریزم او افراطیت سرحدونه نه پېژني او یوه ورځ به یې لاسونه لوېدیځی اروپاته ورسېږی.

د بلی خوا د پاکستان د استخباراتو آی ایس آی پخواني ریس متقاعد ډگرجنرال حمید گل د سولی د خبرو د پیل کېدلو دپاره د طالبانو شرایط پېشنهاد کړي دي او وایی چی هغوی به هغه وخت د سولی له خبرو سره موافقه وکړی چی دوی د یوه سیاسی قدرت په حيث وپېژندل سي، د افغانستان څخه د بین المللی قواو د وتلو دپاله نېټه وټاکله سي او د طالبانو ټول بندیان خوشی سی.

جنرال حمید گل وویل هغه په دې عقیده دی چی د طالبانو سره مشر ملامحمد عمر سره د سولی خبری دي پر مخ ولاړي سي.

متقاعد جنرال حمید گل د ایټالیې یوې ورځپاڼی او د لوېدیځو هیوادونو د خبری موسسو یوې وړې ډلي ته په وینا کی وویل پاکستان هم باید په دغه راز خبرو کی برخه ولری.

حمید گل وویل زه طالبان پیژنم، ما د هغاوی سره د ډېره وخته همکاري کړې ده او زه ویلای سم چی هغوی به د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي سره هیڅ وخت خبری ونه کړي . ځکه چی دوی هغه د خارجیانو گوډاگی بولي.

حمید گل وویل په متحده ایالاتو کی د جمهوری ریاست انتخابات اوس حاضر د طالبانو سره د سولی د هر راز خبرو د پیل کېدلو په مخ کی یو له څو خنډونو څخه دی.

حمید گل وویل داسی ښکاري چی د جمهوری ریاست دپاره دواړه کاندیدان، بارک اوباما او جان مکېن غواړی چی په افغانستان کی هغه پالیسی تعقیب کړي چی دا اوه کاله روانه ده او زه فکر کوم چی د دې پالیسی دوام به په افغانستان کی د یوې فاجعې سبب سی.

حمید گل وویل په پاکستان کی ټروریسټی فعالیتونه پراخېږی، ډېر ژور اقتصادی بحران پکښی روان دی او امریکا سره مخالفت ورځ په ورځ زور اخلي او هیواد د سقوط له خطر سره مخامخ دی.

ده وویل دغی وضع د ټروریزم سره د جگړې بریالیتوب او د پاکستان د اټومی وسلو مصونیت له خطر سره مخامخ کړی دی. دا وضع دونه خطرناکه ده چی ښایی په پاکستان کی داخلی جنگ پیل سي او یا د اېران په ډول اسلامی انقلاب پیل سي.

حمید گل وویل پخواني جمهور ریس مشرف د ټروریزم په مقابل کی له متحده ایالاتو سره د لاس په یو کولو سره داسی غلطی وکړه چی د بخښلو نه ده.

خو د آصف علی زرداري پر پالیسیو باندی هم انتقاد وکړ او وې ویل چی هغه یو ملکی د یکتاتور دی او د پرویز مشرف پالیسیو ته یې دوام ورکړی دی. ده وویل دا ضروری ده چی په هیواد کی پارلمان ته داسی واک ورکړه سي لکه په یوه ډیموکراټیک سسټم کی چی ورکول کېږی.

حمید گل د پاکستان په صؤبه سرحد کی د طالبانو د عملیاتو په باب وویل سړی په دقیق ډول دا نه سی ویلای چی د افغانستان سره په سرحدی سیمه کی به څونه طالبان فعالیت کوی خو کېدلای سی چی شمېر یې له پنځه لسو څخه تر شلو زرو پوری ورسېږی.

حمید گل خبرداری ورکړ چی هر څونه چی امریکا د سرحد څخه دې خواته خپلی حملو ته زور ورکوی په هغه اندازه به خلک د طالبانو ملاتړ زیاتوی. په شمالی او جنوبی وزیریستان کی ډېر زیات کلیوال د طالبانو طرفداری کوی او په دې عقیده دي چی پر دوی باندی د طالبانو سره همکاري کول واجب دي.

ده د ناټو قواو ته مشوره ورکړه چی مخکی له هغه چی د پسرلي په موسم کی د طالبانو زوروري حملې پیل کېږی دوی باید خپل پوځیان پرشا کړي . که سوله ټینگه نه سي د بیا ابادولو کارونه پر مخ نه سی تللای.

د بلی خوا د رویټر خبری اژانس وایی په ناټو کی د متحده ایالاتو یوه لوی جنرال جان کراډک په افغانستان کی د برټانیې د تورن جنرال مارک کارلټن سمیت ، چی د خدمت موده یې پای ته رسېدلې ده، د هغی عقیدې دفاع وکړه چی وایی طالبانو ته له پوځی لاری ماته نه سی ورکوله کېدلای او باید چی د طالبانو له ځینو اعتدال خوښونکو کسانو سره خبری پیل سی.

کراډک وویل د جنرال سمیت تبصرې زموږ د پوځی او سیاسی مشرانو د هغو عقایدو سره سمي دي چی وایی د افغانستان جنگ یوازي په نظامی وسایلو نه سی گټل کېدلای. بلکه بین المللی ټولنه باید د افغانستان ستونزي ته یو ریښتونی جامع نظر واچوی.

کراډک وویل چی د پاکستان له امنتی قواو سره باید نیژدې همکاري وسي او داسی ښکارېدله چی د متحده ایالاتو له هغی پالیسی څخه یې دفاع کوله چی وایی یاغیان باید د پاکستان په خاوره کی تعقیب سي او د خپلو قواو څخه دفاع تر هر څه زیات اهمیت لری.

ده دغه راز وویل فکر کوی چی په افغانستان کی خارجی جنگیالي زیات سوي دي، مگر دا یې ونه ویل چی دا د کوم ځای دي د رویټر خبری اژانس وایی ډېر طالبان د پاکستان قبایلی پښتانه دي.

XS
SM
MD
LG