د لاس رسي وړ اتصالات

'د امریکا راتولنکي جمهور رئیس ته به پکار وي چې د ایران د یورانیمو د غني کولو مخنیوی وکړي'


ډېر امریکايي سیاست پوهان وايي د امریکا راتولنکي جمهور رئیس ته به پکار وي چې د ایران د یورانیمو د غني کولو مخنیوی وکړي.

دوی وايي په تېرو پنځو کلونو کې هغه ټولې هڅې ناکامه شوې چې امریکا او ایران خبرې سره وکړي، او اوس ایران د هغې ټیکنالوژۍ تر لاسه کولو ته نږدې شوی چې اټومي وسلې ترې جوړې کړي.

تهران د لویدیځ خبرو ته غوږ نه نیسي، او د ایران جمهور رئیس محمود احمدي نژاد وايي هیواد یې د یورانیمو د غني کولو پوره حق لري او دا چې هغه د سولیزو مقصدونو لپاره دي.

امریکا او د لویدیځ نور هیوادونه شک لري چې ایران په پټه د اټومي وسلو د جوړه ولو پروگرام په مخ بیايي. د ایران د توغندیو پرله پسې ازموینې هم د اندېښنې خبره ده.

کارپوهان په دې یوه خوله دي چې راتلونکي جمهور رئیس ته به د ایران د اټومي وسلو لانجه په برخه ورپاته شي.

دوی وايي د ایران په اټومي تنصیباتو باندې حمله به ډېري ژورې پایلې ولري، ځکه چې سربېرنه حمله ناممکنه ده. باور کیږي چې د ایران اټومي تنصیبات ډېر په زمکه کې دننه او له یو بل لري پراته دي.

کارپوهان دا باور هم لري چې د ملگرو ملتونو بندیزونو تر اوسه د ایران مخنیوی نه دی کړی او هیڅ کله به یې هم و نکړي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر جان بولټن وايي د ایران خلاف د بندیزونو لپاره د چین او روسیې ملاتړ شکمن دی.

روسیې له ایران سره د ېوې اټومي انرژۍ کارخانې په جوړه ولو کې مرسته وکړه، او دوی ته یې زروي تیل هم ورکړي.

چین بیا د ایران گاز او تیلو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG