د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په آسام کی د بمونو په چاودنو کی ٦١ تنه وژل شوي دي


د هند پولیسو ویلي دي چی د هند په شمال ختیځ ایالت آسام کی د بمونو په یو لړ چاودنو کی لږ تر لږه ۴٨ تنه وژل سوي او ٣٠٠ تنه زخمي سوي دي.

چارواکي وایی چی ١٢ بمونه نن د پنجشنبې په ورځ د آسام د ایالت په بیلو بیلو سیمو کی او د ایالت یه مرکز گواتي کی وچاودل.

هغوی وایی چی دا لا نه ده معلومه چی دا بمونه د چا له خوا چول شوي دي.

پولیسو ددې میاشتي په سرکی هلي ځلی وکړې چی ددې سیمي د بومي قبیلوي خلکو او هغو مسلمانانو تر منځ چی د بنگله دیش نه راغلي او په دې ایالت کی میشته شوي دي، د شخړو او جگړو مخه ونیسی .

چارواکي په دغو قبیلوي خلکو باندی تور لگوي چی ددوی په قول د مسلمانو مهاجرو په مقابل کی یې قومي پاکسازي را اخیستې ده .

په دې جگړو کی څه د پاسه سل تنه وژل شوي او لږ تر لږه ٥٠ زره خلک د خپلو کورونو نه تښتیدلي دي.

دغه راز د هند په شمال ختیځ کی د بیلتون غوښتونکو له خوا په جنگ جگړو کی د ١٩٧٩ کال را پدې خوا تقریبا شل زره خلک وژل شوي دي .

XS
SM
MD
LG