په افغانستان کې امریکايي عسکر وايي،په هغو عملیاتو کې یې ١٩ تندروان وژلي دي چې په د کنړ او خوست په ولایتونو کې یې د القاعده د یوه قومندان د مرکزونو په خالف اجرا کړي دي.
د پوځ په یوې خبرپاڼې کې چې نن شنبې خپره شوې، ویل شوي چې په وژل شويو کې یوه میرمن هم شامله ده. پوځ وايي، د جمعې د ورځې په دغه عملیاتو کې د طالبانو د بمونو د جوړولو یو مرکز او د القاعده هغه قومندان په نښه شوي دي چې افغانستان ته یې د خارجي جنگیالیو او وسلو په انتقالولو کې مرسته کوله.
له بلې خوا، پرون د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس ټنگار وکړ چې د افغانستان د وسله والو قواوو شمیر باید په سریع ډول زیات شي او ویې ویل چې د افغانستان روان بحران باید یوازې "د امریکا جگړه" نه وي.
گیټس ویلي، افغانان پخپله د خپل ملک لپاره په جگړه بوخت دي او متحده ایالات له دوی سره یوازې همکاري کوي. هغه وویل، تمه نلري چې د ناټو غړي ملکونه دي افغانستان ته نور عسکر ولیږي.
رابرټ گیټس وویل، امریکا پلان لري چې د عسکرو درې نورې لواگانې افغانستان ته ولیږي چې په دغه ملک کې د زیاتېدونکو تندروانو مخه ونیسي. په افغانستان کې د تشدد پیښې اوس د ٢٠٠١ کال راوروسته تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.