د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یوازي نن ورځ پاتي ده


د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یوازي نن ورځ پاتي ده، یعنی سبا د نومبر په څلورمه نیټه په ټوله امریکا کې خلک د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د دې هیواد د جمهور رئیس په انتخاب کې برخه اخلي.

تقریباً د هر ځل په څیر دا ځل هم د اوهایو ایالت تر ټولو مهم گڼل کیږي او دواړو کاندیدانو په وروستیو ورځو کې په همدې مهم ایالت کې خپل ټول زور په کار اچولی دی.

اوباما د زرگونو خلکو غونډې ته داسي وویل: " دوه ورځې پس تاسي کولی شی چې ددې ملت د بیلولو سیاست ته د پای ټکی کیږدی، هغه سیاست پای ته ورسوی چې یوازي د انتخاباتو د گټلو لپاره یو ښار له بل ښار سره او دیموکرات له جمهوري غوښتونکی سره په جنجال اخته کوي او ویره یې اچولي ده په داسي حال کې چې موږ امید ته اړتیا لرو.

په دې مهم تاریخي پړاو کې، په دې هیواد کې تاسي بدلون راوړی شی. همدلته په اوهایو کې، دا کار به د همدې سنسناتي په ښار کې کیږي."

که څه هم د ټولو نظر پوښتنو او سروې گانو له مخې اوباما تر جان مکین په ټولو سیالو ایالتونو کې مخکې دی، خو جان مکین دا سیالی ختمه نه بولې.

جان مکین پرون په یوه غونډه کې وویل: "ملگرو! ددې وخت دی چې موږ او تاسي ټول د امریکا دفاع وکړو، امریکا د یو مهم پړاو نه تیریږي.

موږ باید د خپلو ماشومانو د حقوقو دفاع وکړو، موږ باید د ازادی او انصاف دفاع وکړو، موږ باید د خپلو وسله والو سرتیرو له حقوقو دفاع وکړو. موږ باید د خپلو امریکایي اساساتو دفاع وکړو، امریکا هیڅکله ماتی نه مني. بری به زموږ په برخه وي. راځی چې انتخابات وگټو او یو ځل بیا خپل اقتصاد او هیواد د بري په لور وخوځوو."

جان مکین د کمپاین په وروستیو غونډو کې هم د اوباما اقتصادي طرحه ددې هیواد لپاره خطرناکه بولې او هغه د تیکسونو په لوړولو تورنوي.

مکین د پنسلوانیا په ویه کې یې وویل: "په یو کمزوري اقتصاد کې د مالیاتو جگول، اقتصاد ته نور هم زیان رسوي. که مالیات ټیټ وي، خلکو ته روزگار پیدا کیږي، پیسی ستاسو په جیبونو کې پاتي کیږي او د هیواد اقتصاد قوي کیږي. که زه جمهور رئیس شم، زه ستاسي نور زر ملیارده ډالره نه مصرفوم، سناتور اوباما ددې پیسو د مصرفولو پلان لري خو هغه دا کار هغه وخت کولی شي چې په تاسي باندې مالیات جگ کړې او دا هیواد نور هم پوروړی کړې. زما حکومت به هم ستاسي د شخصي بودیجو په څیر یوه بودیجه لري."

د نظر پوښتنو په اساس د انتخاباتي پروسې هغه پړاو پای ته رسیدلی دی چې د رای اچوونکو نظرونه بدل شي او اوس د بارک اوباما یوازینی هدف د رایو مرکزونو ته د خلکو اماده کول دي.

بارک اوباما: "که تاسي تر اوسه رایه نوي اچولي، دا به ډیره د شرم خبره وي چې یو څوک غونډې ته هم ولاړ شي او رایه هم ورنکړې. د رایو مرکز باید هغو ټولو خلکو ته د رایې اچونې زمینه برابره کړې چې د مازدیگر تر پنځو بجو د رایو اچوونکو په کتار کې ودریدلي وي."

XS
SM
MD
LG