د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: اوباما د جمهوری ریاست د دورې په پېل کې له غټو ستونزو سره مخامخ وی


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکی چې براک اوباما د جمهوری رېاست په انتخاباتو کې داسی کامېابی وگټله چې تارېخی اهمېت لری، خو ده ته داسی ستونزې هم ورله غاړه دي چې هغه هم تارېخی اهمېت لري.

ورځپاڼه لېکی چې د امرېکا جمهور رئېس فرانکلېن ډي روزوېلټ ته په ١٩٣٣ مېلادی کال کې د جمهوری رېاست لپاره د وفا داری سوگند ورکړل شو. دا داسی وخت و چې امرېکا د ستر اقتصادی رکود په حال کې وه.

هغه وخت هم جمهور رئېس له سترو ازمېښتونو سره مخامخ شو او اوس به براک اوباما هم د جمهوری ریاست ددورې په پېل کې له غټو ستونزو سره مخامخ وی.

په دغو ستونزو کې اوله دا ده چې اوباما له داسی اقتصاد سره مخامخ دی چې اسهام ېې په تېره نېمه پېړی کې تر ټولو ناوړه حالت او ټېټه بېه لری.

دوېمه ستونزه دا ده چې هغه د خارجی پالېسی په برخه کې ده دا وعده کړېده چې د عراق جگړه به پاېته رسوی او په افغانستان کې به طالبانو او القاعده ته ماتی ورکوی.

درېمه خبره دا ده چې هغه خپله انتخابی مبارزه ددې شعار پربنسټ چلوله چې دی به په دې هېواد اوسېاست کې بدلون راولی.

اوس چې هغه انتخابات وگټل نو پکار ده چې دا پهوضاحت وواېې چې دا بدلونونه به دی څنگه راولی؟

ورځپاڼه لېکی چې دی له دېموکرات جمهور رئېس جېمی کارټر نه وروسته اولنی سړی دی چې د امرېکا په ټولو راېو کې ېې تر (50.1) فېصد نه زېاتی راېې گټلی دی.

د لېندن بی جانسن په څېر به دی هم په کانگرېس کې غټ اکثرېت ولری. دېموکراتانو په سنا کې نورې پنځه چوکۍ هم وگټلې او داسی ښکاری چې په اولسی جرگه کې ېې هم په کافې اندازه قوت زېات شوېدی.

واشنگټن پوسټ لېکی چې ددې گټو او برترېو ترڅنگ هغه له سختو پرېکړو سره مخامخ دی. په دې کې به دی دا پرېکړه کوی چې د ده کامېابې ترکومی اندازې پورې دعوامو له خوانه د جمهور رئېس جورج بش د پالېسېو په ردولو پورې اړه لری.

په کامېابی کې څو فېصده په دې پورې اړه لری چې خلکو د دېموکراتاتو نظر او پالېسۍ منلی دی او هغو ته ېې راېې ورکړېدی.

د هغه مشهور قول په استناد دی به دا فېصله کوی چې ده ته د حب علی او که د بغض معاوېه په اېسا ب راېې ورکړل شوېدی. ددغې مسلی تحلېل او پرېکړه دهغو څو ډېر و غټو فېصلو په جمله کې راځی چې پکار ده براک اوباما ېې په همداسی وخت کې وکړی چې ځان د جمهوری رېاست د پېل لپاره چمتوکوی.

هغه نورې مهمې وعدې چې هغه په انتخاباتو کې کړېدی د هغو په جمله کې د مالیی په برخه کې بدلون، دروغتېا ېې چارو، اېنرژۍ او ښوونی اوروزنی په برخه کې هغه وعدې دی چې دی به پکی بدلون راولی او عملی کوی به ېې. دی به دا وعدی د خپل جمهوری رېاست په اولو دوو کلونو کې د ېوشمېر تر جېحی قوانېنو په لړ کې له خلکو سره پوره کوی.

واشنگټن پوسټ لېکی چې براک اوباما د جمهوری رېاست د گټلو وېنا د شېکاگو د گرانټ په پارک کې د ١٢٥ زرو کسانو په مخکی وکړه. دهغه په خبرو کې د ېووالي ، پخلاېنی، اسرې او امېد په څېر موضوعاتوته اشاره شوې وه.

دهغه د کاندېدئ په مبارزو کې هم همدغو مساېلو ځاې درلود. هغه په وېنا کې له ټولو امرېکا ېانو نه خواهش وکړ چې ټول په کې مرسته وکړی چې د هېواد ستونزې حل کاندی.

هغه خپل ملاتړي او مخالفېن په ېوشان دېته چمتو کړل چې د په شا تلنی او ناکامېو په مقابل کې صبر او زغم ولری چې کامېابۍ ورپه برخه شی.

براک اوباما ووېل چې زموږ په مخکی پرته لاره ډېره اوږده ده.

مخ په لوړه مزل به ډېر سخت وی او ښاېې چې موږ په ېوه کال کې اوېا ېوه دوره کې هلته ونه رسېږو. خو امرېکاېان دې په دې پوه شی چې زه هېڅکله هم دومره امېدوار اوهېله من نه وم څومره چې اوس ېم. موږ به خپل منزل ته ورسېږو. زه له تاسی سره وعده کوم چې زموږ خلک به خپل منزل ته ورسېږي.

د براک اوباما قابلېت چې دی به په کانگرېس کې د دېموکرات گوند له غړېواو مشرانو سره او د جمهوری گوند له مشرانو سره څه ډول اړېکی وساتی. د بې صبره لېبرالانو سره به چې خپل اهداف او جنډاوې لری، څه ډول معامله وکړی.

دا ټول به د هغه د جمهوری رېاست ددورې په څرنگوالی باندی ژوری اغېزې ولری.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکی چې براک اوباما د اولنی افرېقاېې الاصله امرېکا ېې په توگه انتخاب سو. د هغه د کامېابی بنسټ په هغه نوی دېموکراتېک اېتلاف ولاړ دی چې په هغه کې ددېموکرات گوند افرېقاېې الاصله امرېکاېان ، د امرېکا لاتېن نژاده خلک او د ښځو طبقه شامله ده.

اوباما په دې ډله کې ځوان راېه ورکوونکی، ماړه او د لوړو زده کړو خاوندان هم شامل کړل. دغه کار له هغه سره دا مرسته وکړه چې په سپېن پوستو راېه ورکوونکېو کې هم پلوېان پېد اکړی.

ورځپاڼه لېکی چې په دې برخه کې د دېموکرات گوند په عنعنوی ډول کمزوری و. د براک اوباما د جمهوری رېاست کامېابی په دې هم اندازه کېدلی شی چې دی دا خلک چې د ټولنی په گڼو برخو پورې اړه لری څنگه له ځان سره قانع او راضی وساتی.

د هغه د جمهوری رېاست بل اړخ به داوی چې په د ېموکرات گوند کې معتبرغړی او مشران پر هغه باندی د نفو‏ذ او اثرو رسوخ لپاره څه کوی.

ېو شمېر تحلېل کوونکېو همدا اوس ددې اټکل کړېدی.

ېو شمېر تحلېل کوونکي د پخوانې کامېاب جمهور رئېس بېل کلنټن د دوری چې په ١٩٩٣ مېلادی کال کې پېل شوه د نفوذ او اغېزو د رامنځته کولو اټکل کوی.

وروستی خبره دا ده چې په سنا کې داکثرېت مشر هاري رېډ او د اولسی جرگی مشرې نانسی پلوسی دا څو څو ځلې څرگنده کړېده چې دوی دواړه غواړی له اوباما سره د همکاری اړېکی ولری.

د اوباما ېو سلاکار واېې چې دهغو سهوو او غلطېو له جملی نه چې ېومشر ېې کوی ېوه دا ده چې ېوه اجنډا جوړه کړی نو دا توقع لری چې هرڅوک ېې عملی کاندی.

خو زه فکرکوم چې دغه دواړه مشران دېته په ټېنگه لېوال دی چې له براک اوباما سره د شراکت او انډېوالی اړېکی ولري مطلب دا چې هم ورسره د اجنډا په جوړلو کې شرېک او همکار وی او هم ېې په عملی کولو کې ورسره لاس وکړی.

XS
SM
MD
LG