د ایران د پارلمان رئیس، علي لاریجاني، د امریکا په منتخب جمهور رئیس براک اوباما باندې انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې که امریکا غواړي په سیمه کې خپل موقف ښه کړې نو پکار ده د ښو اړیکو اشارې ورکړې.
علي لاریجاني وویل امریکا په پخوانی غلطه لار پل ایښی دی.
دا خبرې د براک اوباما د هغو خبرو په ځواب کې شوي دي چې ویلي وو چې د ایران د اتومي وسلو جوړولو پروگرام د منلو وړ نه دی.
د اوباما نه د انتخاباتو د گټلو نه وروسته په لومړني خبري کنفرانس کې له ایران سره د اړیکو په اړه پوښتنه شوي وه چې هغه خپل پخوانی ځواب تکرار کړی یعنې د نړیوال فشار د اچولو له لارې ایران باید د اتومي وسلو جوړولو ته پرېنښودل شي.