د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئېس حآمد کرزي د ترانسپورت وزېر بر طرف کړ


د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزي د خپل ترانسپورت وزېر له کار نه برطرف کړېدی ځکه په هغه پورې داسی کارونه منسوب شوېدی چې د جمهوری رېاست دفتر ورته "مشکوک فعالېتونه" واېې.

د جمهور رئېس کرزی ددفتر ېو خبر لېک وایی چې د حمېد الله قادری د برطرفۍ فېصله نن د دوشنبی په ورځ د کابېنی په ېوه مجلس کې شوېده.

خو په دغه خبر لېک کې د هغو ادعاگانو په باب تفصېل ندی ورکړل شوی چې د ښاغلی قادری خلاف شوېدی.

تردې ېوه مېاشت مخکی ښاغلی کرزی په خپله کابېنه کې بدلون راوستی و او اوس دانوی تغېېر پکی راوستل شو.

رپوټ واېې چې د ښاغلی کرزی پر حکومت باندی دا انتقاد موجوددی چې دی اداری فساد او رشوت خوری د مخنېوی لپاره په کافی اندازه اقدامات نه کوی او د جنگسالارانو مخه نه نېسی دغه ډله خلک دهېواد پر زېاتو برخو کنترول لری.

بل پلو، د افغانستان په خوست ولایت کې د ائتلافي ځواکونو لخوا په یو موټر د ډزو وروسته څوارلس کسان ووژل شوو.

د امریکا د ځواکونو ویاند گریگ جولیان وویل چې کله د ائتلاف ځواکونو موټر ته د وردیدو غږ وکړ نو وسله والو پری ډزی پیل کړې.

جولیان وویل چې د موټر د له منځه وړو لپاره د هیلی کوپترو نه هم مرسته غوښتل شوی ده. خو د خوست والي ارسلا جمال وایې چې وژل شوي څوارلس کسان ملکي خلکو وو او د ساختمانۍ یو شرکت کارگران وو نه وسله وال مخالفین.

د رحیم سرک جوړونې شرکت رئیس محمد عارف وایې جمهور رئیس حامد کرزي چې د ملکی خلکو د وژل کیدو مخنوي نه شي کولې نو باید استعفی ورکړي.

سمدستي جوته شوی نده چې بلاخره دا وژل شوي خلک ملکیان دي او که وسله وال مخالفین خو په تیرو کې په دا ډول پیښو زیات ملکی خلک وژل شوي.

XS
SM
MD
LG