د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د مرستو ېو مامور په صوبه سرحد کې وژل شوېدی


چارواکو او پولیسو وویل نا معلومه وسله والو د پاکستان په شمال لویدیځه سیمه کې نن د چهارشنبې په ورځ یو امریکایي خیریه مامور او د هغه محلي ډریور وویشتل او وی وژل.

د پولیسو یو مقام وویل دا پیښه د پیښور په کارو باري سیمه یونیورسټي ټاون کې شوی - چیرته چې څو میاشتې مخکې په همدې سیمه کې د امریکا په یو جگپوړي دیپلومات هم برید شوی و.

د امریکا د سفارت یو سرپرست ویاند د امریکایي شخص د هویت په اړه له څرگندونو ډډه وکړه او صرف دومره یې وویل چې وژل شوي امریکایي مامور دیپلومات نه و.

خو په پیښور کې د لویدیځ یو امنیتي مامور وايی چې وژل شوی امریکایي په شمال غربي سیمو کې د پرمختیایي ادارې یو مامور و.

په روان کال کی په افغانستان او پاکستان دواړو کی توندروانو خپلو حملو ته زور ورکړی دی. د پاکستان په صوبه سرحد کی سړي تښتوني او ټروریسټی حملې زیاتي سوي دي.

د اگسټ په میاشت کی وسله والو کسانو په پېښور کی د متحده ایالاتو پر ډیپلوماټي لین ټرېسی باندی، چی هغه هم په یونیورسیټی ټاون کی ژوند کوي، ډزی وکړې مگر هغه روغه رمټه خلاصه سوه.

د واشنگتن پست ورځپاڼه د مقاماتو له قوله وایی چی ښاغلي وانس د کورونو جوړولو د هغی پروژې سره کار کاوه چی په ټولی نړۍ کی شبکې لري. ددغی پېښی څخه وروسته د افغانستان له پولي څخه تقریبا پنځه لس میله لری د بمب یوه ځان مرگي حمله وسوه.

په هغه سیمه کی د پولیسو مامورینو او عینی شاهدانو وویل چی دغه حمله کونکی خپل په چاودونکو موادو بار موټر د پوځیانو د تلاښی پر یوې پوستې باندی ور وځغلاوه ، پنځه پوځیان یې ووژل او پنځه ویشت یې ټپیان کړل.

عینی شاهدان وایی ددغی چاودنی په اثر تر نیم میل پوری لیری کورونه زیانمن سول.

ورځپاڼه وایی د پېښور په ښار کی، چی درې میلیونه انسانان پکښی اوسېږې، او ددغه ښار په شاوخواکی ناکراری وروسته له هغه زیاتی سوي دي چی د هغه هیواد حکومت په ناکراریو قبایلی سیمو کی پوځی عملیات پیل کړي دی.

د باجوړ په قبایلی علاقه کی د پاکستان پوځیانو د طالبانو سره نښتي کړي دي او په دې نښتو کی تقریبا څلور زره توندروان او اویا تنه پوځیان وژل سوي دي.

ورځپاڼه وایی د دغه امریکایی د وژل کېدلو څخه یوه ورځ مخکی په پېښور کی په یوه سټوډیوم کی د موټر بمب د ځان مرگي حملې په اثر لږترلږه درې تنه ووژل سول او اوه لس تنه نور ټپیان سول.

مخکی ددې هفتې په سر کی طالب یاغیانو په سیمه کی د دیارلسو لاریو موټرونو هغه کاروان وتښتاوه چی د ناټو دپاره اکمالات پکښی بار وه.

ورځپاڼه وایی د سه شنبې په ورځ د پېښور په سټدیوم کی چاودنه څو پېبې وروسته له هغه وسوه چی د هغي صوبې تر ټولو ستر مامورین له دروازې څخه تېر سول او یوه تن چی د دراوزې سره نیژدې یې دغه چاودنه په سترگو لیدلې وه وایی چی د سټوډیوم دموټرونو د درولو په ځای کی هری خواته ټوټې پارچې پرتې وې.دی وایی د چاودنی ږغ دونه زورور وو چی زه پر مځکه ولوېدم او څو پېبې بې هوښه پروت وم.ورځپاڼه وایی د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا گیلانی دغه حمله محکومه کړه او وې ویل چی دغه راز حملې د سیمی ثبات ته تاوان رسوی او د هغه هیواد ورانه ویجاړه اقتصادی وضع نوره هم پسی خرابوی.

XS
SM
MD
LG