د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او مکین د امریکا په ایندې بحث وکړ


د امریکا منتخت جمهور رئیس براک اوباما او د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هغه پخوانی سیال جان مکین ژمنه کړې چې د ملک د روان اقتصادي بحران او نور سختو مشکلاتو د ختمولو لپاره به په گډه مبارزه کوي.

دوی دواړو د نومبر د څلورمې له انتخاباتو وروسته په لومړي ځل پرون د دوشنبې په ورځ غونډه وکړه.

په یوې مشترکې اعلامیې کې دوی دواړه ویلي چې گټورې خبرې یې کړي او دې پریکړې ته رسیدلي چې په ملک کې باید د اصلاحاتو یو نوی باب پرانیستل شي.

دوی همدارنگه ویلي، باید په ملک کې د بې موجبه حزبي اختلافاتو په اړه خبرې وشي، پر حکومت باندې د خلکو اعتماد تقویه شي او له دې لارې د منځنۍ طبقې امریکایانو د خوشبختئ زمینه برابره شي.

همداشان، براک اوباما په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي چې مخکې له دې چې د جنوری په میاشت کې د چارو واگې تر لاسه کوي د ملي امنیت د ټیم د سمبالولو چارې د هغه له لومړیتوبونو څخه دي.

ځکه د هغه په وینا کیدای شي ترهگر د قدرت د انتقال په ترڅ کې د امریکا په متحده ایالاتو باندې برید وکړي.

هغه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې له بریالیتوب وروسته په لومړنی تلویزیوني مرکه کې وویل چې د اقتصادي ثبات د رامنځ ته کیدو، د کار د ایجاد، صحي خدمتونو، او نورو مسلو لپاره به څومره چې کولای شي د کانگرس له لارې هڅه وکړي.

براک اوباما زیاته کړه چې له واکمن کیدو وروسته به ژر تر ژره د امنیتي ټیم او اردو سره کار پیل کړي تر څو په عراق کې د اردو د منسوبینو شمیر راټیټ او په افغانستان کې د هغوی شمیر زیات کړي او د القاعده شبکه شنډه کړي.

XS
SM
MD
LG