د لاس رسي وړ اتصالات

د مخدره موادو پر ضد مبارزه - افغانستان د امریکا نه د یوی ځانگړې بودیجې غوښتنه کړې


په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت، د امریکا څخه په دی هیواد کې د نشه یې توکو او د هغه د قاچاق د مخنوي په وړاندې د جدي مبارزې لپاره د امریکا نه د وسایلو او پرمختللو وسایطو او د مخدره موادو د قضایې څانگې لپاره یې د یوی ځانگړې بودیجې غوښتنه کړې.

ددی موضوع په سر، د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیر جنرال خدای داد او د امریکا د عدلیې وزارت مرستیال بل هوگن، نن چهارشنبې په کابل کې لیدنه وکړه او پدې برخه کې یې د امریکا د مرستو مننه څرگنده کړه او د مخدره موادو او ترهگرې خلاف جگړه کې یې د امریکا د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

جنرال خدای داد وویل چې په روان کال کې د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې د کوکنارو کښت کم شوی دی خو د وچکالۍ او او مخدره موادو د مافیا له امله که چیرته مرستې ونه رسیږي نو کروندگر به په هغو ولایتونو کې چې کوکنار بلکل له منځه تللي یو ځل بیا وکري.

بل هوگن د مخدره موادو پرضد مبارزې او په عدلي او قضایي چارو کې د افغانستان د حکومت د هڅو ستاینه وکړه.

XS
SM
MD
LG