د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان د گډې همکارئ ژمنه وکړه


د افغانستان او پاکستان جمهور رئیسانو پرون په ترکیه کې ژمنه وکړه چې د تروریزم په خلاف په جگړه کې به په خپلو کې همکاري زیاته کړي.

ترکیې د خپلو هغو هڅو په لړ کې د جمهور رئیس کرزي او جمهور رئیس آصف زرداري د غونډې کوربه توب وکړ چې غواړي د افغانستان او پاکستان تر منځ له ډیر وخت راهیسې خړې پړې اړیکې بیرته تقویه کړي.

خو د امریکا غږ خبریال دوریان جونز له استانبول نه په خپل رپوټ کې وايي چې د ممبۍ پر ښار باندې تروریستي حملو پر دغو خبرو سوری غوړولی و.

په یوه مشترکه اعلامیه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې جمهور رئیسانو ژمنه وکړه چې د دوی په خبره د تروریزم د غضب په خلاف به خپل موقف تقویه کړي. دغه اعلامیه په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو د جمعې د ورځې د هغې غونډې وروسته خپره شوه چې هدف یې د دواړو ملکونو تر منځ د اړیکو ښه کول و.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په دې وروستیو کلونو کې په دې خرابې دي چې د افغان حکومت مخالف طالبان د پاکستان په قبایلي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ترکیې له غونډې وروسته د جمهور رئیسانو په مشترک خبري کنفرانس کې ټوله خبره د هند پر هغو تورونو راڅرخېده چې وايي، د پاکستان یوې سخت دریځې ډلې د ممبۍ پر ښار باندې په تروریستي حملو کې لاس درلود.

د پاکستان جمهور رئیس وویل:

"زموږ دریځ دا دی چې موږ تل د تروریزم ښکار شوي یو او ما دا رپوټونه اورېدلي. پاکستان اوس خپل داخلي تحقیقات کوي او د لا نورو تحقیقاتو لپاره دې ته په تمه یو چې موږ ته دقیق او کره ثبوت راکړل شي".

د هند حکومت له پاکستان نه غوښتي هغه څو تنه پاکستانیان ور وسپاري چې په هند باندې په حملو کې د لاس لرلو شک پرې کیږي. خو د پاکستان یوه عالي رتبه چارواکي وویل، هند ته پکار دي چې په دې اړه دقیق شواهد وړاندې کړي.

د جمعې په ورځ درې واړو جمهور رئیسانو د ممبۍ پر ښار باندې حمله وغندله. د ترکیې جمهور رئیس وویل، ددغې یو ورځنۍ غونډې اصلي موضوع د تروریزم په خلاف جگړه وه. هغه وویل په خبرو کې د پام وړ پرمختگ شوی دی.

"هغه څه چې نن ورباندې پریکړه وشوه یوازې متقابلې اعلامیې نه دي بلکه ددغو دریو هیوادونو تر منځ د اقداماتو لپاره مؤثرې لارې چارې لټول شوي دي".

د افغانستان او پاکستان د مشرانو تر منځ د ترکیې په منځگړیتوب په دې وروستیو وختونو کې دا دوهمه غونډه ده. جمهور رئیس حامد کرزي هم وویل چې د پاکستان له جمهور رئیس سره خبرې گټورې وې.

"په پاکستان کې د جمهور رئیس زرداري د ټاکل کېدو راهیسې، د دواړو ملکونو د مشرانو تر منځ ارتباط او همکاري زیاته شوې ده. د دواړو ملکونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم خبرې کړي دي او پریکړه یې کړې ده چې د تروریزم القاعدې او نورو تروریستي ډلو په خلاف به په گډه مبارزه کوي".

ټاکل شوې ده چې دواړه جمهور رئیسان بیا په پاکستان کې سره وگوري.

XS
SM
MD
LG