د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩۴٩ د ډسامبر پر اتمه، د چین نېشنلیسټو مشرانو ...


د کال ١٩۴٩ د ډسامبر پر اتمه، د چین نېشنلیسټو مشرانو د ماوزې تونگ د کمونیسټو قواوو په مقابل کی پرله پسې ماتي وکړې او بالاخره د تاویان ټاپو ته پر شا سول او هلته یې خپل نوی پایتخت جوړ کړ.

نېشنلیسټ مشر، چیانگ کای شیک، یوه ورځ وروسته هغه ټاپو ته وخوځېدی. د هغه له دې اقدام سره د چین دوه هیوادونه جوړ سول چی د چین خاوره د کمونیسټانو په کنټرول کی پاته سوه او په راتلونکو دېرشو کالو کی یې متحده ایالاتو ته په ډیپلوماسي کی ستونزه پېښه کړه.

دغه رازکله چی نېشنلیسټ مشران د تایوان ټاپو ته وخوځېدل نو د چین په خاوره کی د کمونیسټانو او نېشنلیسټانو ترمنځ اوږد جنگ هم پای ته ورسېدی. خو د متحده ایالاتو دپاره یوه سخته ډیپلوماټیکه ستونزه پېښه سوه.

په امریکا کی ډېرو کسانو د هری ټرومن پر حکومت ږغ وکړ چی د تایوان نېشنلیسټ حکومت په رسمیت وپېژني او د چین د خلکو له جمهوریت سره ډیپلوماټیک اړېکی ټینگ نه کړی.

د ١٩۴٩ کال څخه وروسته متحده ایالاتو د تایوان ملاتړ ته دوام ورکړ او د ماوو حکومت د تایوان د نېشنلیسټ حکومت سهر خپلی مبارزې ته دوام ورکړ.

خو د ١٩٧٠ د لسیزی تر پایه پوری د متحده ایالاتو مشرانو فیصله وکړه چی د چین سره باید اقتصادی اړېکی ټینگ کړي او د شوروی اتحاد په مقابل کی له هغه هیواد څخه کار واخلی.

په کال ١٩٧٩ کی متحده ایالاتو رسما د چین د خلکو جمهوریت په رسمیت وپېژاند.

XS
SM
MD
LG