د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د نورو بهرنیو قواوو د پاتې کیدو پیشنهاد رد کړ


د عراق پارلمان هغه پیشنهادي قانون رد کړی چې ددې کال د پای وروسته هم د ځینو ملکونو قواوې دې په دغه ملک کې پاتې شي.

په دغه پیشنهادي قانون کې امریکايي قواوې استثنا گڼل شوي دي.

امریکا او عراق لا له وړاندې داسې یو امنیتي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې، امریکايي قواوې کولای شي د دسمبر په ٣١مه د ملگرو ملتونو د ټاکل شوي مودې له ختمېدو وروسته هم په دغه ملک کې پاتې شي.

که نوی پیشنهادي قانون منظور شوی وای نو د برتانیې، استرالیا، استونیا، رومانیا او السلواډور عسکرو به هم کولای شوای چې د راتلونکي کال تر جولای پورې په عراق کې پاتې شي.

برتانیې اعلان کړی دی چې عسکر یې په مۍ کې له عراق نه وځي.

XS
SM
MD
LG