د لاس رسي وړ اتصالات

انټرپول وایی هند له دوی سره د مومبئی د پېښی معلومات ندی شرېک کړی


د نړېوالو پولېسو رئېس واېې چې هند د تېرې مېاشتی د مومبئی د خونړېو برېدونو په برخه کې هېڅ ډول معلومات ورسره شرېک کړی ندی.

د انټرپول ېا نړېوالو پولېسو ادارې عمومی منشی رانلډ نوبل نن د سه شنبی په ورځ په اسلام اباد کې ووېل چې ېوازېنی معلومات چې دده اداره ېې ددغو حملو په باب لری هغه له مطبوعاتو نه لاسته ورغلی دی.

نوبل ووېل چې دا د هند مستقل کار دی چې معلومات له موږ سره شرېکوی او که نه. هغه ووېل چې دده هېله داده چې اوس چې د انټرپول د پولېسو ېوه ډله هند ته ورغلی ده هند به له هغوی سره نور معلومات هم شرېک کړی.

د انټرپول دپولېسو مشر نوبل په پاکستان کې د هغه هېواد د کورنېو چارو د جگپوړه چارواکی رحمان ملک او نور چارواکېو سره د ملاقات لپاره تللی دی.

رحمن ملک ووېل چې پاکستان دېته لېوال دی چې په تحقېقاتو کې مرسته وکړی خو دهند لپاره په دې برخه کې کوم معلومات نلری.

هند د مومبی د برېدونو پړه پر پاکستان باندی وراچوی.

د هند خارجه وزېر پراناب مکرجی ددوشنبی په ورځ ووېل چې د مومبی د حملو نه ېوازېنی روغ پاتی شوی ټوپک والا اجمل قصاب واېې چې دی د پاکستان تبعه دی او غواړی چې په هند کې د پاکستان له سفېر سره ملاقات وکړی.

خو د پاکستان حکومت واېې چې هند دوی ته ددغه مشکوک د تابعېت اوهوېت په باب اسناد ندی برابر کړی.

د هند خارجه وزېر پرانا ب مکرجی ددوشنبی په ورځ پر هند دا تور ولگاوه چې دمومبی د برېدونو په برخه کې د انکار له پالېسی نه کا راخلی. هغه ووېل چې هند به ټولی لارې چارې د ځان لپاره خلاصی پرېږدی چې له ددغی پېښی چاره وکړی.

د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی ووېل چې دده هېواد دېته چمتودی چې له ځان نه دفاع وکړی.

د پاکستان جنگی جېټ الوتکی د پاکستان په مهمو ښارونو باندی د څارنی گزمی او پروازونه کوی.

XS
SM
MD
LG