پاکستاني پولیس وایی د پاکستان په شمال لویدیځه څنډه کې د یوه بم چادونه شوې چی پکی ٣٠ تنه وژل شوی دی او په لسهاو نور ټپیان دي.
مامورین وایی د نن ورځی د حملې هدف هغه رایی اچونکی و چی سوات ته نږدی د بونېر د ښار په یوه ښونځي کی د رایی اچونې مرکزونو ته تلل.
دا انتخابات په ملی اسامبلی کی د چوکی ډکولو په هدف تر سره کیږی.
بل پلو، د هند ترولکې لاندی کشمیر
کی دانتخاباتو نتیجې نن معلومیږي. دا د اوږدې مودې انتخاباتی لړی وروستی
پړاو دی چی شپږ اونی یی دوام وکړ.
په شرینگر کې مامورینو رایی وشمیرلې او هغه ماشینونه یی چی د لومړي ځل دپاره هلته ترې کار اخیستی هم وڅارل.
د هند
حکومت دا انتخابات د نوامبر په اولسمه پیل کړل او هرې سیمې ته یی د عسکرو
په لیږلو انتخابات تر سره کول ترڅو د دوه زره دوهم کال د انتخاباتو په
دوران کی د تشدد نه ډکې پیښې چې زیات شمیر خلک پکې ووژل شول، بیا تکرار
نشي.