د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: د ملکیانو ژوند د حماس په لاس کې دی


د اسرائیل نه د زغم نه د کار اخیستو د نړیوالې غوښتنه سربیره، د هغه هیواد د بهرنیو چارو زیره وایي چې په حماس باندې برید د غزې له لورې په اسرائیل باندې د راکټونو د مخنیوي لپاره حتمي وو.

بلخوا، د نړی په ډیرو هیوادونو کې د اسرائیل له لوري په هوایي بمباری کې د درنې مرگ ژوبلې غندنه شوي ده.

د دوشنبې په سهار د اسرائیل جنگي جټ الوتکو د غزې په ښار کې په اسلامي پوهنتون او د حماس د مرکزي دولت په یوه ودانی بمبار وکړ. لږ موده وورسته، د یو دولتي میلمستون ودانی بمبارد شوه او له هغې وروسته د غزې له ښاره د باندې د مهاجرو په یو کمپ کې د حماس د مشر اسمائیل هنیه د یوه گاونډي په کور برید وشو.

د اسرائپل چارواکې د غزې په تړانگه باندې ددې درنې بمبارې له امله د درنې مرگ ژوبلې پړه په حماس اچوي او د اسرائیل بریدونو د حماس د راکټونو ځواب بولې.

د اسراپل د بهرنیو چارو زیره، زیپي: "اسرائیل، پخوا ددې کار د نه کولو درنه بیه ورکړه. شپږ میاشتې تیرې شوې او اوس اسرائیل تر پخوا هم په لري واټن ویشتونکو راکټونو ویشتل کیږي. شپږ میاشتې وړاندې موږ دوه لارې درلودې، یوه پوځي عملیاتو لار وه او بله د روغی تړون وو. موږ په سیمه کې د سولې د هیلې په خاطر د اوربند لار غوره کړه."

اسرائیل وایي چې د شپږ میاشتنې اوربند نه وروسته حماس هره ورځ سلگونه راکټونه اسرائیل ته ویشتل او د سرحدي ښارونو د اوسیدونکو ژوند په خطر کې وو.

د اسراپل د بهرنیو چارو زیره وایي په د اسرائیل عملیات هم د بلې هرې جگړې په څیر یوه جگړه ده او په جگړه ملکي خلکو ته زیان رسیږي.

زیپي: "زه د عربي نړی په شمول د ټولې نړیوالې ټولنې نه دا تمه لرم چې په واضحه توگه حماس ته دا ووایي چې د دوی خپله گناه ده. د دوی مسؤلیت وو او دوی باید وغندل شي. تاسي له دې لارې له نړیوالې ټولنې نه مشرویت نه شی ترلاسه کولی. د غزې په تړانگه د ملکي خلکو ژوند ستاسي په لاس کې دی او یوازي په هغه صورت تاسي د روغې یوه لار موندلی شی چې تاسي خپل موقف او برخورد بدل کړی."

د دوشنبې په ورځ هم په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د فلسطينیانو په ملاتړ او د اسرائیل پر خلاف لاریونو وشول.

په بغداد کې سلگونو کسان په داسي حال کې راغونډ شوي وو چې د فلسطین بیرغونه یې رپول او د اسرائیل بیرقونو ته یې اور واچاوو.

په گاونډي هیواد ایران کې جمهور رئیس احمدي نژاد د کابینې په یوه اضطراري غونډه کې د اسرائیل بریدونو ظالمانه وبلل او پرکړه یې وکړه په ټوله نړی کې له دپلوماتیکو لارو د اسرائیل غندنه وکړې.

احمدي نژاد: "دا کار باید ژر تر ژره وشي او د اسرائیل د مشرانو پر خلاف شکایت ولیږی. په هیواد کې د ننه او نړیوالو پولیسو ته باید شکایت ولیکی چې د اسرائیل مشران جنگي مجرمین دي او خلک یې وژلي دي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، منوچهر متکي خبریالانو ته وویل چې په راتلونکو اته څلویښتو ساعتونو کې به ټولو عربي هیوادونو ته استازي ولیږي.

بل لورې ته د اندونیزیا په پلازمینې جکارتا کې هم محصلینو د فلسطینیانو په ملاتړ یو لاریون وکړ او د ځمکه له سره د اسرائیل د ورکیدو شعارونه ورکړل.

سوکمادوي میگاوتي: "نن خو اسرائیل په خپل نظامي قوت نازیږي خو یوه ورځ به اسرائیل ماته وخورې او اسلام به بریالی شي. که مسلمانان یوموټی شي، بریالي به شي او دا کار به ډیر ژر د ایران او اندونیزیا په پرمختگ سره وشي. اسرائیل باید ماتې ته تیاری ونیسي."

د ملگرو ملتونو عمومي په جگړې ژور خپگان ښودلی او په دواړو غاړو باندې یې د جگړې د ختمولو غږ کړی دی. د امنیت شورا هم د بشري مرستو د رسولو لپاره د لارو د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG