د لاس رسي وړ اتصالات

د عراقی بوټ گوزار کوونکي محاکمه معطل شوه


د عراق د ېوې محکمی نطاق واېې چې دهغه خبر ېال محاکمه وځنډېدله چې د امرېکا پر جمهور رئېس جورج بش ېې د بوټانو گوزارونه کړی ول.

ټاکل شوې وه چې منتظر الزېدی د چارشنبی په ورځ محاکمی ته راوستل شی.

ښاغلی زېدی د ډېسېمبر په څوارلسمه نېټه باندی په بغداد کې په ېوه کنفرانس کې پر ښاغلی بش باندی د بوټونو گوزار کړی و.

پر هغه باندې همدا تور لگېدلې دی چې پرېوه خارجی مشر باندی ېې حمله کړېده. که چېرې هغه محکوم شی نور پنځه لسو کلونو پورې بندی کېدلی شی.

د محکمی نطاق ووېل چې محکمه ځکه وځنډېدله چې د زېدی وکېلانو خواست کړېدی چې دهغه په سزا کې د خارجی مشرانو د توهېن دی کمښت راوستل شی.

پر خارجی مشر باندی له حملی نه د خارجی مشر د توهېن سزا څو چنده کمه ده.

د عراق د تلوېزېون خبرېال پر ښاغلی بش باندی په هغه خبری کنفرانس کې د بوټانو گوزارونه وکړل چې د عراق صدر اعظم نوری المالکی ېې خواته ولاړو.

خو ښاغلی بش په ېوه گوزار هم ونه لگېده. د عربانو په کولتور کې د بوټ گوزار ېاېې تلي توهېن گڼل کېږی.

د ښاغلی مالکی دفتر واېې چې زېدی په دې اعتراف کړېدی چې د بوټانو گوزار ېې دېوه داسی افراطی په وېنا کړېدی چې له خلکو نه ېې سرونه غوڅول. خو د خبرېال زېدی کورنی واېې چې پر هغه باندی په زور او جبر باندی اعتراف شوېدی.

د هغه افراطی نوم معلوم شوی ندی. خو دعراق خلک د زېدی د خوشی کولو غوښتنه کوی ځکه خلک هغه ته دېوه فولکلوری اتل په سترگه گوری.

XS
SM
MD
LG