د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د خیبر دره بیا پرانیستې ده


وروسته له هغه چی پاکستان د خیبر دره چی د هغې نه افغانستان ته د امریکا او د ناتو د قواو دپاره مواد رسول کیږی بیا پرانیستله ، اوس د لاریو تگ راتگ بیا په دې لاري باندی شروع شوی دی .

پا کستان ددې هفتې په سر کی په دې سیمه کی په یاغیانو باندی یوه لویه حمله وکړه او په هغې باندی یې د موټرو تگ راتگ بند کړ .

د پاکستان نظامي قواو چی د توپ لرونکو هلیکوپترو ، ټانکونو او توپخانې ملاتړ ورسره و د سه شنبې په ورځ د یاغیانو په مورچلونو باندی حملې وکړې

د خیبر یوه لوړ رتبه مامور طارق حیات پرون وویل چی حکومت د یاغیانو د پټیدو څه دپاسه دیرش ځایونه تباه کړي او لږ تر لږه ١٥ یاغیان یې نیولي دي .

XS
SM
MD
LG