د لاس رسي وړ اتصالات

روسي شرکت: اوکراین گاز غلا کوي


د روسیې د طبیعی گاز شرکت گازپروم، چی دولت یې اداره کوی، په اوکراین تور لگوی چی هغه گاز چی اروپا ته ځي، غلا کوی.

د گازپروم شرکت دغه تور وروسته له هغه ولگاوه چی روسیې اوکراین ته د طبیعی گاز ورکول بند کړل.

د گازپروم د شرکت مرستیال الیکزانډر میدویدوف نن په پراگ کی د خبریالانو سره خبری وکړې او خپله هغه پخوانی ادعا یې تکرار کړه چی ویل یې اوکراین هره ورځ پنځه دېرش میلیونه میټریک مربع گاز غلا کوی.

ده دغه راز په اوکراین باندی له د ېامله هم انتفاد وکړ چی ماسکو ته یې د خبرو ته څوک ونه لېږل.

XS
SM
MD
LG